کرنیز اقتصاد پېژندنه
بسم الله الرحمن الرحیم
د کرنیز اقتصاد او توسعې پوهنځي چي د افغانستان د کرنيزو علومو او تکنالوژی ملي پوهنتون (اناستو) د ایجاد سره سم په ۲۱ / ۶ / ۱۳۹۱ هـ ش کال کي تأسیس شوې ده ورسره په عیني وخت کي یاده څانګه (کرنیز اقتصاد) هم تاسیس سوه چي د ماستري برنامي لپاره ایجاد سوي وه او د هند هیواد سره یه ګډه برنامه درلودل.
او په دي ترتیب سره په ۱۳۹۹ هـ ش کال کي اناستو پوهنتون ته د کندهار پوهنتون څخه د ليسانس په کچه د کرهڼي پوهنځی انتقال او ادغام پر ( ۱۱/ ۱۰/ ۱۳۹۹) تر سره شوي وه د کرنیز اقتصاد څانګي یو برخه استادان چي اخیري سند یی د کرنیز اقتصاد د څانګي سره یو شان وو ادغام سول.
هیره دي نه وي چي یادي څانګي ته د لوړو زده کړو وزارت د عالي شورا د مورخ ۲۱ / ۳ / ۱۴۴۳ پروتوکول ګڼه (۷ ) پریکړي په صورت کي د داخلي مافوق لیسانس (ماستري) په کچه اجازه ورکول شوي ده.
چي اوس هم د لسانس برنامه لپاره او هم مافوق لسانس (ماستري) د هند هیواد سره او هم خپل په هیواد کي داخلي ماستري برنامو مجوزونه لري.
او په ۱۴۰۴ هـ ش کال کي د هند د هیواد سره یه لمړي دوره د جاینټ ډیګري د ماستري برنامه شروع کړه.
لرلید
د ډيپارټمنټ علمي، اکاډمیک او څیړنیز ظرفیت لوړول، په سیمه ایزه، ملي او نړیواله سطح د کرنیز اقتصاد اړوند علومو د پراختیا د پاره کوښښ کول تر څو د ټولني د اقتصادي هوسایې سبب وګرځي.
رسالت
په کرنیزي اقتصادي پوهي سمبال مسلکي نوښتګر کادرونه د لیسانس او فوق لیسانس په کچه روزي او ټولني ته یی وړاندي کوي تر څو په کرنیزي اقتصادي او مسلکي چارو، څیړنو او کرنیزو پالیسیو په طرح او تطبیق کښي فعاله ونډه تر سره کړي.
موخي
• د بازار د تقاضا سره سم د کرنیز اقتصاد په برخه کي د محصلینو د نظري او عملي وړتیاوو د عښتلتوب په خاطر د زده کړي د پلانونو جوړول.
• په کرنیزه اقتصادي برخه کښی د علمي څیړنو ترسره کول چي د هغه په رڼا کښي د اقتصادي ستونزو ژور تحلیل تر سره او پایلي یې د اړوند ارګانونو سره شریکي شي ترڅو د ټولني ستونزي حل او د کرني او اقتصاد پراختیا ته زمینه برابره شي.
• په اقتصادي برخو کښي ښوونیز پروګرامونو ته لاس رسی ترڅو په اقتصادي او سوداګریزو ساحو کښي د کرنیزو تولیداتو دپاره د بازارموندني او نورو اړوند اقتصادي بنسټیزو موضوعاتو په هکله لازمي پریکړی تر سره کړي.
• د کرونګرو او محصلینو سره اړیکي ټینګول چی د هغوی تجربو، پوهي او اسانتیاوو څخه د ډيپارټمنټ د موخو د ترسره کولو لپاره ګټه پورته شي.
کمېټې
د څانګي علمي شورا
د تضمين کیفیت کمېټه
د ستراتيژيک پلان خلاصه
پيژندنه تحلیلونه او ستراتیژیک ټکي: د کرنیز اقتصاد د څانګي استادان په خپل وخت په ټول قوت او طاقت تل هڅه کوی چی د علمی، تدریسی او اکاډمیکو چارو تر څنګ د محصلینو علمی سطحه لوړه کړی او له بلی خوا په کرنیز اقتصادی علومو سمبال نوښتګر محصلین ټولنی ته وړاندی کړی تر څو په عصری او مډرن کرنه کښی خپلی تجربی او پوهه د ټولنی سره شریکه او د ټولنی د پرمختګ سبب وګرځی.
ظرفیت لوړونه: د کرنیز اقتصاد څانګي د استادانو او اداري مأمورینو د کاري ظرفیتونو په لوړولو کي لومړۍ اړتیا لیدل کیږي چي د علمي کادرونو کچه ډیره او په علمي او اداري برخو کي ئې د کار ظرفیت لوړ سي. په پلان کي ده چي لیسانس استادان ماسټري او ماسټر استادان دوکتورا و برنامو ته معرفي شي، او همدارنګه د څانګي لپاره د اجرائیه مدیر او خدماتي کارمندانو بستونه هم منظور او و ګمارل سي، اداري کارکونکو ته خصوصا چي نوي استخدام سوي وي، لنډمهاله روزنیز پروګرامونه ورته دایر سي تر څو په خپلو ورځنیو کارونو کي د مشکلاتو سره مخامخ نسي.
د کیفیت د لوړاوي د اعتبار تر لاسه کول: د کیفیت د لوړاوي اعتبار تر لاسه کولو لپاره لازمه ده چي د څانګي په کچه ټول پرسونل د کیفیت د لوړاوي د پروسې سره پوره اشنا سي او هغوي ته ټول معیارونه په سم او صحیح شکل سره وروپېژندل سي. د نه عملي کیدو په صورت کي ئې عوامل وموندل سي او د حل لاري چاري ئې وړاندي او امکانات ورته برابر کړل سي تر څو دا معیارونه په سمه توګه سره عملي او څانګه خپل ټاکلي هدف ته ورسیږي.
د تدریس د پروسې د کیفیت لوړونه: د کرنیز اقتصاد څانګه د الکترونیکي زده کړو په اماده کولو سره کوښښ کوي چي ټولو محصلانو ته د درس د زده کړي او استادانو ته د تدریس آسانتیاوي برابري کړي. پوهنتون د یوه معیاري تدریسي او د زده کړي له پاره د یوه ښه چاپیریال د رامنځته کولو په منظور د نوي عصر سره سم د میتودونو او الکترونیکي وسایلو څخه استفاده کوي. او کوښښ کيږي چي ټول استادان او کارمندان د پوهنځی او څانګي موقف د سیمي او هیواد په کچه وځلوي.
د علمي څیړنو، نوښت او انتقادي تفکر عامیدنه: کرنیز اقتصاد څانګه خپلو امکاناتو ته په کتو سره په بیلابیلو برخو کي د څیړنو، نوښتونو او اختراعاتو لپاره زمینه مساعدوي. موږ غواړو په استادانو او محصلانو کي د څیړني، انتقادي تفکر او نوښت روحیې په پیاوړي کولو سره د نویو اکاډمیکو ارزښتونو پالنه، عامونه او بنسټیز کيدنه حتمي کړو.
مالي خپلواکي )استقلالیت(: لومړی پوهنتون، دوهم پوهنځی او په دريم قدم کي څانګه باید ژر تر ژره د مالي خپلواکۍ د مقررې د تطبیق له پاره اماده کړه سي تر څو د خپلو زیربناوو د جوړښت او اکاډمیک ظرفیت د لوړولو په لاره کي پراته خنډونه لیري کړي. کله چي پوهنتون د بودیجې جوړولو له پاره سرچینې او د مصرفولو له پاره واک او ظرفیت ترلاسه کړ نو پوهنتون به وکولای سي، چي په ټولو برخو، لکه د اړتیا وړ ودانیو جوړولو، د ظرفیتونو لوړولو، د تدریسي چارو معیاري کولو، د څیړني عامولو او نورو ټولو اړینو پرمختیايي چارو کي چټک او اغیزناک ګامونه واخلي.
عملیاتي پلان
• د کرنیز اقتصاد د څانګي لیرلید، رسالت، ارزښتونه، د استادانو د اړوند مضامینو کورس پالیسۍ، انفرادي عملیاتي پلانونه او د څانګي د تدریس د ښوالي پلان د څانګي او د پوهنځی په علمي شورا کي تائیدول.
• د محصلینو په تدریسي بهیر کي د کورني، صنفي او ساحوي فعالیتونو په واسطه باندي پرمختګ او ښوالی راوستل.
• د زده کړي لپاره فزیکي منابع لکه چوکۍ، تخته، پروجکتور او نور... چمتو کول.
• د څانګي لپاره بشري منابع (خالي کادري بستونه ډکول).
د کړنو لنډ راپور
• د څانګی په سطحه د لیسانس برنامی لپاره نوی کریکولم جوړ او تطبیق سوی ، نوي او تازه درسي او تدریسي معلومات ترتیب سوي دي.
• د کرنیز اقتصاد په څانګه کښي د هندوستان سره د ماسټری ګډه برنامه شروع کړی ده، چی په (۱۴۰۱) هـ ش کال کی لومړی دوره محصلان چی (۶) تنه کیږی جذب کړی دی.
• په ۱۴۰۴ کال کي د څانګي په سطحه د ټولني د اړتیا مطابق بيلابيلي څيړني ترسره سوي دي او یادي څيړني په ملي او نړیوال معتبره ژورنالونو کي خپري سوي دي.
• د کرنیز اقتصاد څانګه په (۱۴۰۲) کال کي د کانکور له طریقه خپل لومړنۍ دوره محصلین چي تعداد ئي (۱۶) تنو ته رسیږي، دوهمه دوره په (۱۴۰۳) کال کی (۲۷) تنه او دریمه دوره په (۱۴۰۴) کال کی (۱۵) تنه محصلان کیږی جذب کړی دی.
• د کرنیز اقتصاد د څانګي د داخلی فوق لیسانس د برنامې نصاب (کریکولم) د دریو کلسترونو تر ایجاد وروسته نهايي جوړ او ترتیب سویدی، چي په نژدي راتلونکي کي به د فوق لیسانس په سطحه باندي محصلین جذب کړل سي.
• د کرنیز اقتصاد د څانګي استادانو د افغانستان په سطحه په ملي کنفرانسونو کي برخه اخیستي او خپلي څیړني يې ارائیه او نشر کړيدي.
• د کرنیز اقتصاد د څانګي استادانو څیړني او مقالې په نړیوالو ژورنالونو کي هم نشر کړیدي.
|
د محصلانو شمیر |
||||||||||||||||||||||||||||
|
د کرنیز اقتصاد څانګي په (۱۴۰۲) کال کي خپله لومړنۍ دوره چي (۱۶) تنو ته رسیږي، د کانکور له طریقه جذب کړیدي. دوهمه دوره ئې په (۱۴۰۳) کال کي د (۲۷) تنو په تعداد د کانکور له طریقه جذب کړیدي. دریمه دوره ئې په (۱۴۰۴) کال کي د (۱۵) تنو په تعداد د کانکور له طریقه جذب کړیدي. |
||||||||||||||||||||||||||||
|
د استادانو شمير |
||||||||||||||||||||||||||||
|
د کرنیز اقتصاد څانګه په خپل تشکیل کي (۴) تنه استادان لري
|
||||||||||||||||||||||||||||
|
برحال استادان |
||||||||||||||||||||||||||||
|
شمیره |
د استاد نوم |
تخلص |
دنده |
د تحصیل درجه |
علمي رتبه |
څانګه |
د اړیکو شمېره |
ایمیل ادرس |
||||||||||||||||||||
|
۱ |
محمد یونس |
نظرزی |
د څانګی امر |
لیسانس |
نامزد پوهنیار |
کرنیز اقتصاد |
+93707946399 |
Younas.nazarzai@gmail.com |
||||||||||||||||||||
|
د اړیکو شمیره |
||||||||||||||||||||||||||||
|
۰۷۰۷۹۴۶۳۹۹ |
||||||||||||||||||||||||||||
|
ایمیل ادرس |
||||||||||||||||||||||||||||
په درنښت