د نبات ژغورني پېژندنه

بسم الله الرحمن الرحیم

د نبات ژغورني څانګه په ۱۳۸۳ لمریز کال کي د کندهار پوهنتون کرهڼي پوهنځي په چوکاټ کي د لیسانس په کچه د محصلانو د مسلکي روزني په موخه فعالیتونه پیل کړل ترڅو وکولاي سي چه د یادو کدرونو په مټ د حاصلاتو د کمیت او کیفیت د خرابیدو مخه ډب کړي. دغه څانګه په ۱۳۹۸لمریز کال کي د افغانستان د کرنیزو علومو او تکنالوژي ملي پوهنتون (اناسټو)، په نباتي علومو پوهنځي کي مدغم کړل سول. د اناسټو پوهنتون په ۱۳۹۲ لمریز کال کي د فوق لیسانس برنامو پر مخ وړولو لپاره فعال کړ ل سوي وؤ. اوس مهال د همدې پوهنتون د نباتي علومو پوهنځي تر چتر لاندي د لیسانس او ماستري برنامو په لرلو سره  د مسلکي کادرونو په روزلو کښي فعالیتونه کوي.

 

لرلید

د نبات ژغورني څانګه د سيمه ‌ييزو او نړيوالو معيارونو سره سم، د ليسانس او ماسټري په کچه مسلکي، نوښتګر، مسؤل او سیالو کادرونه روزنه، تر څو د نباتي افتونو او ناروغيو د دوامدار مديريت له لاري د لوړ کميت او ښه کيفيت لرونکو کرنيزو حاصلاتو توليد تضمین او د هیواد کرنیز اقتصاد پياوړی کړي.

 

رسالت

د عصري ټکنالوژي پر بنسټ يو معياري علمي، ښوونيز او څېړنيز چاپېريال رامنځته کول، تر څو د اغېزمنو تحصيلي او څېړنيزو پروګرامونو له لاري محصلينو او کروندګرو ته عملي علمي اسانتياوي برابري سي. 

 

موخي

د ملي او نړیوالو اړتياوو سره سم د عصري علمي، ښوونيزو او څېړنيزو مېتودونو پلي کول، تر څو د لوړي کچي علمي کادرونه وروزل سي او د کرنيزي پرمختيا لپاره اغېزمن رول ولوبوي.
 

کمېټې

د کیفیت لوړاوي کمېټه

د تحصيلي نصاب کمېټه

 

د ستراتيژيک پلان خلاصه

د نبات ژغورنی د ځانګي د ستراتيژیک پلان خلاصه په لاندي ډول سره ترتیب سوی ده:
  بنيادي چارې
د عملي او نظري تدريس لپاره مجربو او په ماسټري او دکتورا په سويه کادرونو، مجهزو درسي خونو، څيړنيز فارم، د څانګې په سطحه کوچني کتابتون ( چي ريفرنس کتابونه ولري ) او د څانګې د اداري چارو د سرته رسولو لپاره مناسب ځاى شتون ډېر مهم دي او بايد ټول اړتيا وړ توکي پکښي موجود وي، خو د پوهنتون د مالي امکاناتو په حدودو او د مختلفو ارګانونو څخه د مرستو د جلب او جذب په تناسب لاندي بنيادي اړتياوي په راتلونکو پنځو کلونو کي د څانګې د عاجل ضرورت او د هغه د اهميت او اولويتونو په نظر کي نيولو سره په دې ترتيب سره جوړ سي.
الف:  د رشتو او محصلينو د شمېر له مخي د اوسنۍ تشکيل پراخول
نباتاتو ژغورني څانګه دوي عمده رشتې لري (دنباتاتو ناروغي او حشره پوهنه  ) چي په مجموع کي دنباتاتودژغورني د لسانس په سويه محصلين فارغان ورکوي، خو د دې مسلک و علاقمندانو ته په کتو سره اوسنۍ تشکيل بايد پراختيا ومومي او د استادانو شمیر يې د (۵) څخه و (۱۲) تنو ته، محصلانو مو د (۲۵) څخه و (۵۰) تنو ته ورسيږي تر څو پنځه کاله وروسته هرې رشتې مسلکي فارغان ټولني ته وړاندي کړو. د دې ستراتيژيک پلان له مخي د اوسنۍ تشکيل پراختيا په لاندني جدول کي خلاصه سوي دي.
    الف : د استادانو د معلوماتو د زياتوالي او د نويو پرمختګونو سره اشنايي
د نننۍ عصري ټکنالوژي او انکشافاتو د پوهاوي او د نويو تجربو د شريکولو په موخه په دې پلان کي ده چي د لنډمهاله داخلي او بهرني د ظرفيتونو د لوړولو علمي پروګرامونو ته هم استادان په ځانګړي توګه نوي مقرر سوي کادرونه ولیږل سي.
 د تدريس او څيړنه
د نباتاتو ژغورني څانګې تدريسي چاري د کريديت په تحصيلي سيستم کي عيار سوي دي چي په نظري او عملي توګه پرمخ ځي. د علمي چارو لپاره يو لړ ګامونو ته اړتيا سته تر څو موجوده امکانات په اعظمي توګه تر استفادې لاندي ونيول سي او د پلان مطابق پراختيا ومومي. د استادانو او محصلانو څيړني پر هغو برخو به متمرکزه وي کوم چي د دې سيمي او په راتلونکي کي به د هيواد په کچه د کروندګرو ستونزي وسپړل سي او د لاسته راغلو معلوماتو له مخي د با کيفيته توليداتو لپاره زمينه مساعده سي. په دې موخه؛ د شته څيړنيز فارم د امکاناتو په حدودو کي د با کيفيته او معياري تخمونو د توليدلپاره هغوي دافتونو او ناروغيو څخه ژغورل او دې ته ورته څيړنيزي فعاليتونو په برخو کي د مختلفو سيمو بزګرانو او مسلک علاقمندانو لپاره لنډ مهال روزنيز پروګرامونه په لاره اچول کيږي تر څو دوي ته د ميکانيزه کرهڼي، د لوړو حاصلاتو څخه په ښه توګه ګټه اخيستل او د ضايعاتو مخنيوي لپاره عامه پوهاوی  ورکول سي.
د هيواد د اوسنيو شرايطو، د لوړو زده کړو د پاليسي او د تحصيلي نصاب په کتو سره محصلان بايد د نظري او عملي زده کړو بر سېره د هيواد د هغو کرهڼيزو  سيمو او صنعتي کارځايونو څخه د علمي پروګرامونو له لارې ليدنه کتنه وکړي چي د کرهڼي ، خاوري او ماشين الاتو  په برخو کي د پراخو تجربو برخمن دي. په همدې ترتيب د ګاونډي او د سيمې د مسلکي پوهي، نوي ټکنالوژي د استعمال او ګټه اخيستني په برخو کي د علمي سير او سيمينارونو په وسيله زمينه ورته مساعده سي.
 

عملیاتي پلان

•    د داخلي پرمختلليو پوهنتونونو له اړونده کرهني پوهنځيو او د څيړنيزو مرکزونو سره دوه اړخيزه اړيکي.
•    د کاري مهارتونو او کاري ظرفيتونو د لوړولو پروګرامونه.
•    د نویو تدریسي میتودونو سره سم  د استادانو له خوا د درسي مفرداتو او انفرادي پلانونو جوړول.
•    د ماستر استادانو کچه ۱۰۰٪ ته لوړول.
•    د محصلانو د نوښت، هڅو، څیړنو او معنوي ښیګڼو په اړه د لیکنو او مقالو له لاري د محصلانو مجلې خپرول.
•    د محصلانو له اسنادو او ازموينو څخه په کلک ډول نظارت اوکتنه ترسره کول.
•    د پوهنتون ، پوهنځی او څانګي په سايټونو  کي خپلي پرمختياوي نشرول.
•    د پوهنتون او پوهنځي د چاپیریال د سالمي ساتني او زرغونتیا په موخه کړني ترسره کول.
 

د کړنو لنډ راپور

 

•    د مضامینو کورس پالیسی دOBE-SCL په اساس ترتیب سوی دي.
•    د مسلکي مضامینو اړوند ۴۵ ریفرنس کتابونه را غونډ سوي دي.
•    د څانګي ۲ تنه استان د ماستری زده کړي بشپړه کړي دی. 
•    د څیړه نیز فارم د چاپیریال څخه د نباتي ناروغیو د افتونو د مخنیوي په موخه  لیدنی سوی دی.
•    د څانګي د استادانو او محصلانو د فعالیتونو راپورونه په سایت کي نشر سوي دي.
•    د څانګي استادانو ۱۲ نړیوالي مقالي نشر کړي دي.
په ولسوالیو کي بزګرانو ته د نباتي ناروغیو د مخنیوي عامه پوهی لپاره سمینارونه ورکول سوي دي.
•    د  څانګي د تدریسی فعالیتونو څخه ارزونه ترسره سوي دي.

 

د محصلانو شمیر

۲۸

د استادانو شمير

۵

برحال استادان

شمیره

د استاد نوم

تخلص

دنده

د تحصیل درجه

علمي رتبه

څانګه

د اړیکو شمېره

ایمیل ادرس

۱

محمدهارون

رحیمي

استاد

ماستر

پوهنمل

نبات ژغورنه

۹۳۷۰۴۲۷۲۹۰۰+

Haroon44499@yahoo.com

۲

غني داد

سعیدي

استاد

ماستر

پوهنمل

نبات ژغورنه

۹۳۷۰۸۹۸۸۴۴۵+

Ghanisaeedi@gmail.com

۳

قدرت الله

دوست

آمر

ماستر

پوهنیار

نبات ژغورنه

۹۳۷۰۲۲۳۹۳۳۵+

Qudoratdost2009@gmail.com

۴

نوراحمد

بشري

استاد

ماستر

پوهنیار

نبات ژغورنه

۹۳۷۰۳۰۲۱۰۲۰+

Noorahmad10.bashari@gmail.com

۵

سراج الدین

سعید

استاد

ماستر

پوهنیار

نبات ژغورنه

۹۳۷۰۵۹۱۳۸۰۲+

Sarajudin56@gmail.com

بروشور

د اړیکو شمیره

+۹۳۷۰۲۲۳۹۳۳۵

ایمیل ادرس

Qudoratdost2009@gmail.com

په درنښت

د نبات ژغورني څانګه