د اګریبزنس څانګي پېژندنه

بسم الله الرحمن الرحیم

د اګریبزنس څانګه د کندهار پوهنتون د کرهڼې پوهنځي په علمي چوکاټ کې په ۱۳۹۶ لمریز کال کې د محصلینو جذب پیل کړی دی. دې څانګې تر اوسه پورې په پنځو دورو کې ټولټال ۹۵ تنه مجرب او نوښتګر محصلین د لیسانس په کچه فارغ کړي دي، چې تمه ده د خپل ګران هېواد لپاره به د خدمت یو مهم مصدر وګرځي.
اوس مهال، دغه څانګه شپږ تنه د ماسټرۍ درجې لرونکي او مجرب استادان لري، چې د تدریس تر څنګ په بېلابېلو علمي، اکاډمیکو او څېړنیزو فعالیتونو کې هم فعاله ونډه لري.
په ۱۳۹۹ لمریز کال کې د کندهار پوهنتون د کرهڼې پوهنځی له خپل پخواني تشکیل څخه جلا او د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون سره یوځای شو. له دې بدلون وروسته، د کرهڼې پوهنځی په درېیو بېلابېلو پوهنځیو، یعنې د کرنیز اقتصاد او توسعې، نباتي علومو، او حیواني علومو پوهنځیو باندې ووېشل شو. د اګریبزنس څانګه اوس مهال د کرنیز اقتصاد او توسعې پوهنځي پورې اړه لري.

 

لرلید

د اګریبزنس څانګه به د هیواد  په سطحه د کرنیزو محصولاتو د سوداګری او مدیریت لپاره د ټولني د ستونزو په حلولو کې نوموتې څانګه وي.

 

رسالت

د اګریبزنس څانګه د معیاري نصاب په درلودلو سره، د کرنیزو محصولاتو بازار موندنه، د بازار پلان جوړونه، د کارو بار پلان جوړونه او مدیریت په برخو کې د ټولني د اړتیا مطابق په کار پوه او نوښتګر محصلان روزي.

 

موخي

د کرنیزو محصولاتو د سوداګری په سیستم کې د سالم او اړین حالتونو تشخیصول او پلي کول.
د کرنیزو محصولاتو د داخلي او بهرنی بازارموندني د تحقیق لپاره بیلا بیلي څیړني ترسره کول.
د مارکیټ او کروندګرو تر منځ ګټور او باثباته چاپیریال منځته راوړل.
د یوه مناسب چاپیریال رامنځته کول ترڅو د څانګې د استادانو او محصلینو سره په ګډه کار ترسره سي چي  څانګه خپلو موخو ته وهڅیږي او هغه ترلاسه کړي.

 

کمېټې

د کیفیت د لوړاوي کمیټه

 

د ستراتيژيک پلان خلاصه

د اګریبزنس څانګي خپلو موخو ته د رسیدو او په ټاکلي وخت کې د ټولو کړنو د ترسره کولو په موخه د تیر پنځه کلن ستراتیژیک پلان د تعقیب او تجاربو د ترلاسه کولو، د کرنیزاقتصاد او توسعه پوهنځی او دافغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژی ملي پوهنتون ستراتيژيک پلانونو په کتو سره خپل (۵) کلن ستراتیژيک پلان (۱۴۰۲-۱۴۰۶) ترتیب کړ. ددې پلان په ترتیب کې ټولو ورځینو، عادي او پرمختیایي چارو ته د ضرورتونو پر بنیاد او د پوهنتون امکاناتو او ضرورتونو ته په کتلو د ساینس او تکنالوژي پراختیا او پرمختیا ته په کتو او د ژوري څېړني په تحلیل سره ترتیب کړی دی.

 

عملیاتي پلانونه

•    د څانګې د وړاندويل سوو موخو ته د رسیدو په منظور د سترا تیژیک پلان په پام کې نیولو سره د سمستر واره پلان جوړونه.
•    تدریسی چارې په ښه توګه تنظیم کول.
•    د تالیف، ژباړي او څیړنو په برخه کښي پراختیا رامنځته کیدل.
•    د استادانو د ظرفیت لوړونې په برخه کښي لنډه مهاله او اوږدمهاله مسلکی کورسونه دایر کول.
•    د څیړنیزو مقالو خپریدل.
 

د کړنو لنډ راپور

•    د درې تنه استادانو څیړنیزي مقالي خپري سوي دي.
•     ۶۰ تنه محصلین فارغه سوي دي.
•    د لوړو زده کړو وزارت د لایحي مطابق ازموینی په ټاکلي وخت ترسره سوي دي.
•    په تدریسی موادو کښي پراختیا رامنځته سوي ده.
•    د پوهنتون او پوهنځی په کمیټو کښي استادانو په فعاله توګه ګډون کړي دي.
 

د محصلانو شمیر

۵۳ تنه

د استادانو شمير

۶ تنه

برحال استادان

شمیره

د استاد نوم

تخلص

دنده

د تحصیل درجه

علمي رتبه

څانګه

د اړیکو شمېره

ایمیل ادرس

۱

سورګل

اعظیمی

امر

ماستر

پوهندوی

اګریبزنس

+93700311951

Surgul.azimi@gmail.com

2

عزیزالرحمن

رګښتي

د پوهنځی رئیس

ماستر

پوهنمل

اګریبزنس

+93700308276

 

azizulrahmanbabai@gmail.com

 

3

احمدالله

بریالي

استاد

ماستر

پوهنمل

اګریبزنس

703895862

ahmadbaryali@gmail.com

4

عبدالرازق

ریحان

استاد

ماستر

پوهنمل

اګریبزنس

700310167

raziqrehan56@gmail.com

5

سردار محمد

هاشمی

استاد

ماستر

پوهنمل

اګریبزنس

700312583

 

sardar31hashmi@gmail.com

 

6

محمد یونس

وزیري

استاد

لیسانس

پوهنیار

اګریبزنس

0705630076

www.younaswazeeri123@gmail.com

د اړیکو شمیره

+93700311951

ایمیل ادرس

Surgul.azimi@gmial.com

په درنښت