د وترنري پوهنځۍ محصلین

 

 

د پوهنځۍ د تأسیس څخه تر ۱۴۰۴ کاله پورې د محصلانو احصایه

د  وترنري علومو پوهنځۍ په ۱۳۹۸ لمریز کال کې د پخواني حکومت له خوا د دې پوهنتون په چوکاټ کې منظوره او په ۱۳۹۹ لمریز کال کې د کانکور له لوري ورته محصلان جذب شول، چې تر اوسه یې ۱۲ فارغ محصلان ټولنې ته وړاندي کړي دي.

محصلینو احصائيه

 یاده پوهنځۍ د خپلو کادري استادانو او اداري پرسونل لپاره منظم انټرنټ او سولري برېښنا سیسټم لري. پوهنځۍ  په ټولنه کې د مسلک د پراختیا په برخه کې رغنده ونډه درلودلې ده. د یادونې وړ ده چې د پوهنځۍ چارې د شته محدودو امکاناتو او ستونزو سره سره منظمې روانې دي. د شفافیت او بریښنایي حکومتولۍ د ترويج په موخه؛ د محصلانو اړوند ټوله اسناد مو په منظم ابتدایي ډیتابیس کې ځای پرځای شوي دي. د ۱۴۰۰ لمریز کال د شروع څخه د کېفیت د لوړاوي پروسه مو د خپلو امکاناتو په چوکات کې پیل کړی ده. د دې لپاره چې محصلان د کار د بازار د غوښتنې سره سم وروزل شي، د نوي تائید شوي کریکولم څخه استفاده کیږي. د کېفیت او کمیت د لوړاوي په موخه د پوهنځۍ رهبري په ډیر کم وخت کې نه ستړی کېدونکې کوښښونه کړي دي،  ترڅو د محصلانو لپاره ښه تدریسي چاپیریال، معیاری ودانۍ، لابراتوارونه او نورې اړینې اسانتیاوي برابرې کړي او دا هڅې روانې دي. د وترنري علومو پوهنځۍ کادري استادان او پرسونل، د ظرفیت لوړونې او لوړو زده کړو ته اړتیا لري. دې اړتیا ته په کتو یاده پوهنځۍ  پر منظم پلان لري، چې پر بنسټ به یې علمي کادرونه وخت پر وخت د هېواد په دننه کې د لوړو زده کړو د ترلاسه کولو په موخه معرفي کړي.