د اناسټو پوهنتون زدکړیالانو ته د پاڼه رژونکو میوو د مضمون په اړه عملي زدکړه ورکول سوه.

anastu_admin
Wed, Aug 02 2023 9:36 AM
د اناسټو پوهنتون زدکړیالانو ته د پاڼه رژونکو میوو د مضمون په اړه عملي زدکړه  ورکول سوه.

 د سه شنبې په ورځ ۱۴/۱/۱۴۴۵هــ ق نیټه، د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژې ملي پوهنتون دنباتې علومو پوهنځي د هارټیکلچر څانګې د څلورم ټولګي زدکړیالانو د ښاغلي پوهنیار محمدادریس داوري په ملتیا، د پاڼه رژونکو میوو د مضمون په اړه نظري او عملي زدکړو په موخه د څیړنیز فارم څخه لیدنه وکړه.
یاده لیدنه، چې موخه يې د زدکړیالانو علمی ظرفیت لوړونه وه، د نباتي علومو پوهنځي د هارټیکلچر څانګې استاد پوهنیار محمد ادریس له لوري  د پاڼریژي میوو دونو د ډولونو، د باغونو ډیزاین، د ونو د نهال ایښودلو د اندازې، د مرضونو، او یو شمیر نورو موضوعاتو په اړه محصلانو ته په عملي ډول هر اړخیزه معلومات ورکړل. 
د هارټیکلچر څانګې محصلینو د عملي زده کړي څخه خوښي وښوده او غوښتنه یې وکړه، چي د دا ډول عملي کارونو لړۍ دي لا پراخه  سي.
د نشراتو امریت
۱۴/۱/۱۴۴۵
۱۰/۵/۱۴۰۲

Latest news

Latest news

Wed, Jul 26 2023 9:50 AM
Background image

د اناسټو پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت له لوري د HEMIS سیستم د زده کړې په اړه ورکشاپ دائر شو.

د دوشنبې په ورځ ۶/۱/۱۴۴۵ هـ ق نیټه د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژې ملي پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت له لوري د HEMIS معلوماتي سیستم د زده ‌کړې په اړه یو ورځنی پروګرام  دایر سو،. . .

BACK TO NEWS