د اناسټو پوهنتون او پوهنځیو د ستراتیژیک پلان د نها یې کولو په اړه غونډه دایره سوه.

anastu_admin
Wed, Aug 02 2023 9:30 AM
د اناسټو پوهنتون او پوهنځیو د ستراتیژیک پلان د نها یې کولو په اړه غونډه دایره سوه.

د سه شنبې په ورځ ۱۴/۱/ ۱۴۴۵ هـ ق نیټه د افغانستان د کرنیزو علومو او ټیکنالوژې ملي پوهنتون د ستراتیژیک پلان دکمیټې له لوري د نوموړي پلان هر اړخیزتوب او بډاینې په موخه د بیاکتنې، نظر ورکولو او ستراتیژیک پلان نهایي کولو په اړه د اناسټو پوهنتون استادانو، کارمندانو او محصلانو سره غونډه دایره سوه، چې پکښي د یاد پوهنتون مالي او اداري مرستیال انجینر عبدالعزیز اماني، د اړیکو او انسجام مرستیال پوهنیار فرید احمد ولي، د پوهنځیو رئیسانو، استادانو،اداري کارمندانو،او محصلینو ګډون درلود.
کنفرانس د قرآن عظیم الشان په تلاوت سره پیل سو، وروسته مالي او اداري مرستیال انجینر عبدالعزیز اماني د پیلیزي وینا پرمهال ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه، او ترڅنګ یې ستراتیژک پلان پر موخو، اغیزو، ارزښت او نهایې کولو په اړه لنډه وینا وکړه، ورپسي د ستراتیژیک پلان کمیټې د مسؤل ښاغلي پوهنمل دکتور محمد اسماعیل هاشمي له لوري د نوموړي پروګرام ګډونوالو ته د اناسټو پوهنتون پنځه کلن ستراتیژیک پلان په اړه ځانګړي پریزینټیشن وړاندې شو او د ګډونوالو نظرونه، وړاندیزونه واوریدل شوه پوښتنو ته یې ځوابونه وویل شول.
یاه ناسته د دعا په ویلو سره پای ته ورسیده.
د نشراتو امریت
۱۴/۱/۱۴۴۵
۱۰/۵/۱۴۰۲

Latest news

Latest news

Wed, Jul 26 2023 9:50 AM
Background image

د اناسټو پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت له لوري د HEMIS سیستم د زده کړې په اړه ورکشاپ دائر شو.

د دوشنبې په ورځ ۶/۱/۱۴۴۵ هـ ق نیټه د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژې ملي پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت له لوري د HEMIS معلوماتي سیستم د زده ‌کړې په اړه یو ورځنی پروګرام  دایر سو،. . .

BACK TO NEWS