په اناسټو پوهنتون کي درې ورځنی اصلاحي او تدریسي سیمینار پای ته ورسېد

admin@anastu
Thu, Aug 27 2026 11:56 AM
درې ورځنی اصلاحي سمینار

 

د افغانستان د کرنیزو علومو او تکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) کي د لوړو زده‌کړو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د لارښووني پر اساس، د پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت او مسلکي پرمختیایي مرکز په ګډو هڅو، د هيواد د نوموتو او افتخاري شیوخو کرامو له لوري پر بېلابېلو دیني، علمي او اصلاحي موضوعاتو بیانونه وسول او نن پنجشنبه دغه درې ورځنی دیني سیمینار پای ته ورسېد، چي په دغه علمي او اصلاحي سیمینار کي د پوهنتون د رهبرۍ غړو ترڅنګ، د ټولو پوهنځیو استادانو، کارکوونکو، د څانګو آمرانو او د پوهنتون د بېلابېلو برخو مسئولانو او اداري کارکوونکو ګډون کړی وو.

د سیمینار په ترڅ کي د هیواد جیدو او نوموتو علماوو کرامو: استاد الحدیث الدکتور شیخ حضرت مولانا نظر محمد الافغاني صاحب، استاد الحدیث مولوي بخت محمد متاب صاحب، استاد الحدیث شیخ عبدالصمد صاحب، شیخ الحدیث حضرت مولانا عبدالوارث صاحب او شیخ الحدیث حضرت مولانا سید احمد صاحب، (د دین، ایمان، اسلام، تقوا، اخلاص، د شریعت د موخو او مقاصدو او د معاصري نړۍ د مهمو فکري) موضوعاتو په اړه ارزښتناک، علمي او هر اړخیز بیانونه وړاندي کړل.
همداراز، په تفصیلي توګه د سیکولریزم، نشنلیزم او ډیموکراسۍ له مفاهیمو سره د اسلامي نظام توپیرونه، د اسلامي عقیدې او فکر بنسټونه او د مسلمان د فردي او ټولنیز ژوند اړوند مهمي مسئلې تشریح او روښانه سوې.

د سیمینار په پای کي د علماوو، د پوهنتون د رهبرۍ، استادانو او ټولو ګډونوالو له لوري د اسلامي او علمي ارزښتونو د لا پیاوړتیا، د پوهي او عمل د یووالي او د هېواد د علمي او معنوي پرمختګ له پاره دعا وسوه او غوڼده پای ته ورسېده.

د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي آمریت
۱۴۰۵/۰۶/۰۵

Latest news

Latest news

Mon, Jul 14 2025 9:55 AM
Background image

A meeting of the Quality Enhancement Committee of ANASTU University was held

On Monday, 1446/9/17 (corresponding to 1403/12/27), the Quality Enhancement Committee meeting of the Afghanistan National University of Agricultural Sciences and Technology was convened. . .

Wed, Jul 26 2023 9:50 AM
Background image

د اناسټو پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت له لوري د HEMIS سیستم د زده کړې په اړه ورکشاپ دائر شو.

د دوشنبې په ورځ ۶/۱/۱۴۴۵ هـ ق نیټه د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژې ملي پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت له لوري د HEMIS معلوماتي سیستم د زده ‌کړې په اړه یو ورځنی پروګرام  دایر سو،. . .

BACK TO NEWS