د علمي څېړنو آمریت پېژندنه
بسم الله الرحمن الرحیم
د علمي څیړنو آمریت د لمړي ځل لپاره په (۱۳۹۹هـ ش) کال کې د علمي معاونیت تر چتر لاندې ایجاد او وروسته د علمي څیړنو معاونیت د ایجاد سره سم د همدغه معاونیت تر چتر لاندې خپل فعالیتونه د دندو د لایحې مطابق د ټولنې د پرمختیا لپاره مخته وړي. د علمي څیړنو آمریت آمر، یو تن د څیړنو عمومي مدیر او دوه نور مدیرتونه ( د طبعي علومو کارشناس او د اجتماعي علومو کارشناس) په خپل تشکیل کې لري.د علمي څیړنو آمریت د پوهنتون په کچه د څیړنیزو آسانتیاوو په رامنځ ته کولو او د څیړنو لپاره د غوره چاپیریال سره سره د څیړونکو د هڅونی لپاره دوامداره هلی ځلي کوي. او غواړي چې پوهنتون د هیواد اوسیمې په کچه یو ځلیدلي څیړنیز مرکز باندي تبدیل کړي
لرلید
د پوهنتون د علمي څیړنو آمریت په دې لټه کې دی چې د کرنې او مالدارۍ په برخو کې یو داسې علمي چاپېریال رامنځته کړي چې د څیړنې او نوښت له لارې د پوهې پراختیا، ټولنیزو ستونزو حل، او د ملي پرمختګ لپاره دوامداره اغېزمنې لارې چارې وړاندې کړي
رسالت
د علمي څیړنو آمریت ژمن دی چې د پوهنتون د استادانو او محصلینو ترمنځ د څیړنې او علمي هڅو فرهنګ ته وده ورکړي، د څیړنو بنسټیزو اسانتیاوو برابرولو او د څیړنې پایلو د عملي کولو له لارې د ټولنې د پرمختګ لپاره رغنده ونډه ولوبوي.
موخي
1. د څیړنې کلتور ترویج:
په پوهنتون کې د استادانو او محصلینو ترمنځ د څیړنې ارزښت لوړول او د علمي څیړنیزو هڅو لوړول.
2. د څیړنو لپاره اسانتیاوې برابرول:
لکه د لابراتوارونو، کتابتونونو، څیړنیز فارم او نورو اړوند برخو سره همغږي او همکاري
3. د څیړونکو د وړتیاوو لوړول:
د څیړنې په اړه روزنیز پروګرامونه، سیمینارونه او ورکشاپونه جوړول ترڅو استادان او محصلین د څیړنې نوې لارې چارې زده کړي.
4. د علمي څیړنو معیار لوړول:
د څیړنې لپاره نړیوال معیارونه مراعت کول او د کیفیت تضمین لپاره څیړنیزې پروسې لا ښه کول.
5. د ملي اړتیاوو په رڼا کې څیړنې کول:
د هیواد د اساسي موخولکه په کرنه او مالدارۍ کې نوښتونه رامنځ ته کول، چاپېریال ساتنه، اقتصادي پرمختګ، د خوړو امنیت، او اقلیمي بدلونونو لپاره عملي څیړنې ترسره کول.
6. د څیړنې پایلو عملي کول:
د څیړنو پایلې د ملي او سیمهییزو پالیسیو جوړونې او د ټولنیزو ستونزو د حل لپاره د اړوند اجرایوي ارګانونو سره شریکول.
7. د نړیوالو اړیکو پراختیا:
له نورو ملي او نړیوالو پوهنتونونو او څیړنیزو مرکزونو سره همکاري کول او د څیړنې په برخه کې د تجربو تبادله.
8. د څیړنې تمویل سرچینې پراخول:
د څیړنې تمویل لپاره د دولتي، غیر دولتي او نړیوالو بنسټونو سره اړیکې ټینګول.
کمېټې
د علمي څېړنو او نشراتو بورډ
آمریتونه او مدیریتونه
|
د کارمندانو شمير |
||||||||
|
(۹) تنه |
||||||||
|
برحال کارمندان |
||||||||
|
شمېره |
د کارمند نوم |
تخلص |
دنده |
د تحصیل درجه |
علمي رتبه |
څانګه |
د اړیکو شمېره |
ایمیل ادرس |
|
۱ |
کرامت الله |
فاضل |
د علمی څیړنو امر |
ماسټر |
پوهنمل |
اګرانومي |
۹۳۷۰۳۸۹۱۸۱۶+ |
|
|
۲ |
محمد عمر |
حبیبي |
د علمي څیړنو عمومي مدیر |
لیسانس |
|
نبات ژغورنه |
۹۳۷۰۸۳۳۶۷۰۷+ |
|
|
۳ |
عزیزالله |
عزیزي |
د طبعی علومو کارشناس |
لیسانس |
|
هارټکلچر |
۹۳۷۰۰۶۷۹۶۹۲+ |
|
|
۵ |
اسدالله |
همدرد |
اګرانومي لابرانت |
لیسانس |
|
اګرانومي |
۹۳۷۰۸۳۳۶۵۱۸+ |
|
|
۶ |
نوراحمد |
حبیبي |
هارټکلچر لابرانت |
لیسانس |
|
هارټکلچر |
۹۳۷۰۸۳۳۶۳۶۷+ |
|
|
۷ |
سلطان محمد |
درخشان |
هارټکلچر لابرانت |
لیسانس |
|
هارټکلچر |
۹۳۷۰۶۷۲۳۱۶۲+ |
|
|
۸ |
رحمت الله |
سعادات |
نبات ژغورنه لابرانت |
لیسانس |
|
نبات ژغورنه |
۹۳۷۰۴۱۴۲۳۵۷+ |
|
|
۹ |
نجی الله |
سیدزی |
مالداری لابرانت |
لیسانس |
|
حیواني علوم |
۹۳۷۰۸۸۸۹۳۱۷+ |
|
|
د اړیکو شمیره |
||||||||
|
۹۳۷۰۳۸۹۱۸۱۶+ |
||||||||
|
ایمیل ادرس |
||||||||
په درنښت