د آزمويني اندېښنې يا اضطراب مديرت په نوم محصلانو ته یو ورځنی سيمينار دائر سو

anastu_admin
Tue, Nov 25 2025 1:25 PM
Image

د افغانستان د کرنيزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون کي د محصلانو چارو معاونيت، محصلانو ته د آزمويني اندېښنې، اضطراب مديرت په نوم يو ورځنی سیمينار دائر کړ، چي پر مهال ئې د بېلا بيلو پوهنځيو محصلان حاضر ول.

د سيمينار شروع د قرآن کريم په څو مبارکو آياتو په تلاوتولوسره وسوه، وروسته د محصلانو چارو مرستيال مولوي محمود الحسن صاحب پرانيستې وينا وکړل مولوي صاحب محصلانو د مورال لوړولو اړوند وويل: چي تاسو په يو ډېر ښه سفر روان یاست، چي هغه علمي سفر دئ؛ دا سفر پر ډېرو آزموينو بنا دئ، چي تاسو باید ناکام نسی او هدف ته ورسېږۍ، ډېر وخت محصل کامیاب وي؛ خو د زهني اندیښنې يا اضطراب له امله ناکام سي، چي د دې په وړاندي بايد مقاومت وسي له معاون صاحب وروسته يو تن استاد پوهنيار صدیق الله احساس صاحب محصلانو ته د یادي موضوع په هکله تفصيلي پرېزنټېشن وړاندي کړۍ او د محصلانو د ساتني اړوند ئې هر اړخيزي سپارښتني وکړلې. وروسته سیمینار د دعا په ويلو پای ته ورسېدی.

۱۴۰۴/۹/۴                                                                                                                                                               
د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړيکو آمریت

Latest news

Latest news

Mon, Jul 14 2025 9:55 AM
Background image

A meeting of the Quality Enhancement Committee of ANASTU University was held

On Monday, 1446/9/17 (corresponding to 1403/12/27), the Quality Enhancement Committee meeting of the Afghanistan National University of Agricultural Sciences and Technology was convened. . .

Wed, Jul 26 2023 9:50 AM
Background image

د اناسټو پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت له لوري د HEMIS سیستم د زده کړې په اړه ورکشاپ دائر شو.

د دوشنبې په ورځ ۶/۱/۱۴۴۵ هـ ق نیټه د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژې ملي پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت له لوري د HEMIS معلوماتي سیستم د زده ‌کړې په اړه یو ورځنی پروګرام  دایر سو،. . .

BACK TO NEWS