د وترنري علومو پوهنځۍ د پای لیکونو د دفاع پروګرام تر سره سو.
د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) د وترنري علومو پوهنځي د اخري کال محصلینو د پای لیکونو دفاع پروګرام د پرمختیایي او مسلکي مرکز د غونډو په تالار کي د لارښود استاد دوکتور امین الله نور صاحب تر څارني لاندي ترسره سو. په دې پروګرام کي د پوهنتون د رهبرۍ استازو، محترمو استادانو او محصلینو ګډون کړی و او د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل سو.
په پیل کي د وترنري علومو پوهنځۍ رئیس ښاغلي پوهندوی احمدالله ظاهر صاحب پیليزه وینا وکړه. نوموړي ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ د علم د ارزښت په اړه خبري وکړې او څرګنده یې کړه چي علم د انسان د شخصیت د جوړېدو او د ټولني د پرمختګ لپاره بنسټیزه وسیله ده. هغه محصلینو ته سپارښتنه وکړه چي د خپلو علمي هڅو دوام ته ژمن پاته سي تر څو د مسلک په ډګر کي د پام وړ لاسته راوړني ولري.
وروسته د پوهنتون د رهبرۍ په استازیتوب د پوهنتون علمي مرستیال پوهنمل محبوب الله احمدي صاحب وینا وکړه. نوموړي محصلینو ته د پرمختګ او د زده کړي راتلونکو پړاوونو په اړه بیان وکړ او زیاته یې کړه چي د پای لیکونو دفاع د زده کړو پای نه دی، بلکي د نورو علمي او مسلکي پرمختګونو لپاره د نوي دروازې پرانیستل دي. هغه محصلینو ته سپارښتنه وکړه چي د څېړني، نوښت او عملي کار په دوام سره د خپل مسلک په ډګر کي لا زیاتي لاسته راوړني ولري او د ټولني د اړتیاوو د پوره کولو لپاره علمي هڅي جاري وساتي.
همدارنګه د محصلانو چارو مرستیال مولوي محمود الحسن صاحب هم وینا وکړه. هغه محصلینو ته د مسؤلیتونو په اړه خبري وکړې او څرګنده یې کړه چي د زده کړو تر څنګ د مسؤلیتونو درک او عملي کول د دوی د بریا او د ټولني د خدمت لپاره اړین دي. نوموړي محصلینو ته د مسلکي اخلاقو، د ټولنیز خدمت او د ملي ارزښتونو د ساتني سپارښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ چي د محصل د بریا معیار یوازي علمي لاسته راوړني نه دي، بلکي د مسؤلیتونو عملي کول هم مهم رول لري.
په دوام کي لارښود استاد دوکتور امین الله نور صاحب د محصلانو د علمي هڅو ستاینه وکړه او ټینګار یې وکړ چي د پای لیکونو دفاع د علمي سفر یوه مهمه مرحله ده. هغه محصلینو ته لارښوونه وکړه چي د څېړني او علمي لیکني مهارتونه لا نور پیاوړي کړي او د خپلو څېړنو پایلي د عملي ستونزو د حل لپاره وکاروي، څو د علمي کارونو اغېز په ټولنه کي محسوس سي.
وروسته له ویناوو، د محصلانو دفاعي پروسه پیل سوه او هر محصل په نوبت سره د خپلي موضوع اړوند مونوګراف وړاندي کړ او دفاع یې وکړه. د دفاع پر مهال محصلانو د خپلو څېړنو علمي اړخونه، پایلي او سپارښتني بیان کړې او د استادانو له خوا ورته پوښتني مطرح سوې. د دې پروسې په ترڅ کي د محصلانو د څېړنیزو هڅو علمي کچه وڅېړل سوه او د هغوی د لا ښه پرمختګ لپاره لارښووني ورکړل سوې.
په پای کي د محصلانو له خوا د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل شول، د دوی د لا ښه کارکردګۍ په موخه نظرونه او سپارښتني ورسره شریکي سوې او پروګرام د دعا په ویلو سره پای ته ورسېد.
۱۴۰۵/۰۴/۰۲
د نشراتو او عامه اړيکو آمریت
