د رهبري شورا نوبتي غونډه تر سره سوه

admin@anastu
Mon, Jun 08 2026 1:24 PM
rhbry

 

د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) د رهبري شورا درېیمه ګڼه غونډه د پوهنتون د رئیس محترم مولوي شبیر احمد عباس صاحب په مشرۍ د ریاست په مقام کي ترسره سوه، چي په کښي د شورا ټول غړي حاضر وه. غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل سوه، وروسته د پوهنتون رئیس ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ خپله مقدماتي وینا وړاندي کړه او په خپلو خبرو کي یې د ادارې په چارو کي د توجه، دقت، د وخت تعقیب، د مسؤلیت احساس، د پرېکړو پر وخت عملي کول، او د ستونزو د حل په برخه کي د فعال اوسېدو اهمیت روښانه کړ. هغه زیاته کړه چي دا راسپارل سوی موقف، امکانات او پرسونل یو امانت دی، او د پوهنتون د پرمختګ، د محصلینو د اسانتیا او د ادارې د موخو د ترلاسه کولو لپاره باید په اغېزمنه توګه وکارول سي.

وروسته د لوړو زده کړو محترم وزارت مقام د نهمي ګڼي رهبري شورا پرېکړي ګډونوالو ته ابلاغ سوې او د هر غړي اړوند مسؤلیتونه، دندو او د تطبیق اړوند لارښووني په واضح ډول تشریح سوې. د ابلاغ د محتوا په اړه لازم وضاحتونه ورکړل سول او د تطبیق پر څرنګوالي يې بحث وسو. همدارنګه د بهاري سمېستر د آزموینو په اړه سپارښتني وسوې او ټینګار وسو چي آزمویني باید د ټاکل سوي مهال‌وېش سره سم، په شفاف، منظم او دقیق ډول ترسره سي.

همدارنګه د آزموینو د پایلو د ژر اعلان غوښتنه هم وسوه، څو د محصلینو تحصیلي بهیر له ځنډ سره مخ نه سي. په غونډه کي دا پرېکړه هم وسوه چي د تحصیلي پای‌لیکونو دفاعوي به د آزموینو د جریان په ترڅ کي ترسره کيږي او د آزموینو له پای ته رسېدو سره سم به د پای‌لیکونو نتایج اعلانېږي او همدارنګه د فارغېدونکو محصلینو لپاره د اسنادو د چمتو کولو او د فراغت غونډي د مدیریت په اړه هم لازمي لارښووني او سپارښتني وسوې.

په پای کي د ګډونوالو ترمنځ د یو شمېر متفرقه موضوعاتو په اړه نظرونه تبادله سول، د هغوی وړانديزونه وارېدل سوه، د اړوندو چارو د ښه والي لپاره مهمې پرېکړې وسوې او غونډه د دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.

۱۴۰۵/۰۳/۱۸

د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړيکو آمریت

Latest news

Latest news

Mon, Jul 14 2025 9:55 AM
Background image

A meeting of the Quality Enhancement Committee of ANASTU University was held

On Monday, 1446/9/17 (corresponding to 1403/12/27), the Quality Enhancement Committee meeting of the Afghanistan National University of Agricultural Sciences and Technology was convened. . .

Wed, Jul 26 2023 9:50 AM
Background image

د اناسټو پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت له لوري د HEMIS سیستم د زده کړې په اړه ورکشاپ دائر شو.

د دوشنبې په ورځ ۶/۱/۱۴۴۵ هـ ق نیټه د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژې ملي پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت له لوري د HEMIS معلوماتي سیستم د زده ‌کړې په اړه یو ورځنی پروګرام  دایر سو،. . .

BACK TO NEWS