د انسټو پوهنتون نوي رئيس د اداري کارکوونکو سره د همږغۍ ناسته وکړه

anastu_admin
Tue, Dec 02 2025 1:36 PM
Image

د افغانستان د کرنيزو علومو او ټکنالوژۍ په ملي پوهنتون کي د ياد پوهنتون نوي رئيس مولوي شبير احمد عباس صاحب د اداري کارکوونکو او آمرانو سره د همږغۍ ناسته وکړه.

یاده ناسته چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پيل سوه؛ په سر کي مولوي عباس صاحب د خپلي مقدماتي وينا پر مهال دا مبارک آیات تلاوت کړه؛ (وَمَن يَعْمَلْ مِثْقَالَ ذَرَّةٍ خَيْرًا يَرَهُ“. ژباړه: هر څوک چي د ذرې په اندازه خير وکړي، هغه به ئې په ورځ د حشر بدله وويني. مولوي عباس صاحب د دې آيات تر تفصيل لاندي مفصله علمي وينا وکړه او وې ويل: خپل مسئولیت مسئولانه ادا کړئ، د اصولو سره سم مخ ته ولاړ سئ اداري جوړښت ښه کړئ استعلام، مکتوب، پشنهاد، د را استول سي پارمټونو په طريقه جوړ کړئ؛ مراجعین مه ځنډوئ؛ په دقت سره متوجه سئ مسئولیتونه ټول امانت دي، د مسئوليت احساس په ځان کي پيدا کړي، چي همدا  د نجات لاره ده. 

همداراز مولوي صاحب زياته کړه؛ د ادارې له پاره بنسټ جوړ کړئ، ترڅو ستاسي وروسته هم چوکاټ جوړ او منظم وي او په خپل مينځ کي اتحاد او اتفاق وکړئ، د ورورولۍ فضا جوړه کړئ، د اداري د پرمختګ مهم ټکی اتفاق او همږغي ده تاسي د يو ملي پوهنتون کارمندان یاست د ملي پوهنتون سره خيانت هم ملي دئ، زما پر تاسو ډېر اعتماد دئ، لا سخت کار وکړئ ماته مهم کار دئ، تاسي هم پر خپله رهبري پوره باور او اعتماد وکړئ، تاسي که آمران ياست که اداري کارمندان که لوړ بست والا یاست که کښته ستاسو د مشورو او ښه نظرو له پاره زموږ دروازې هروخت خلاصي دي هيڅ ممانعت نسته، ښه مشورې چي تاسو ئې د دې نهاد د بهبود له پاره اړيني بولئ راسره شريکي کړی دا نهاد او اداره به په پرمختګ کي راولو، ان شاء الله هر څوک دي پخپله برخه کي متوجه سي تدريسي مديران دي کوښښ وکړي د فارغانو اسناد دي په غوڼډه کي ترتيب او فارغانو ته ورسوي.

په آخر کي مولوي عباس صاحب ګډنوالو ته د ظاهر او باطن پر شریعت د ځانو برابرولو د جماعت د لمانځه پر وخت ادا کولو ټينګار وکړئ او د ګډونوالو شکريه (مننه) ئې ادا کړه وروسته ناسته د دؤعا په ویلو پای ته ورسېده.
۱۴۰۴/۹/۱۱                                                                                                                                                             
د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړيکو آمریت

Latest news

Latest news

Mon, Jul 14 2025 9:55 AM
Background image

A meeting of the Quality Enhancement Committee of ANASTU University was held

On Monday, 1446/9/17 (corresponding to 1403/12/27), the Quality Enhancement Committee meeting of the Afghanistan National University of Agricultural Sciences and Technology was convened. . .

Wed, Jul 26 2023 9:50 AM
Background image

د اناسټو پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت له لوري د HEMIS سیستم د زده کړې په اړه ورکشاپ دائر شو.

د دوشنبې په ورځ ۶/۱/۱۴۴۵ هـ ق نیټه د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژې ملي پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت له لوري د HEMIS معلوماتي سیستم د زده ‌کړې په اړه یو ورځنی پروګرام  دایر سو،. . .

BACK TO NEWS