اناسټو پوهنتون کښي د محصلانو د ظرفیت لوړوني په موخه د انګلیسي ژبي کورس پیل سو.

admin@anastu
یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۴:۱۸
محصلان او کورس

د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) کښي د محصلانو د علمي او مسلکي ظرفیت لوړوني په موخه، د شنبې په ورځ، د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د تلي میاشتې پر ۱۸مه، د انګلیسي ژبي کورس پیل سو.
یاد کورس د محصلانو چارو معاونیت اړوند د محصلانو خدمتونو او همغږۍ عمومي مدیریت له لوري په دې موخه پیل سو، چي محصلان د خپلو تخصصي زده‌کړو ترڅنګ د انګلیسي ژبي په برخه کښي هم اړین مهارتونه ترلاسه کړي او خپل علمي ظرفیت لوړ کړي.
د دغه کورس په لاره اچول د محصلانو د ژبنیو مهارتونو پیاوړتیا، د علمي سرچینو د مطالعې اسانتیا او د نویو معلوماتو او علمي پرمختګونو ته د لاسرسي په برخه کښي مهم ګام بلل کېږي.

د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) د نشراتو او عامه اړیکو آمریت.
1405/7/18

تازه ترین اخبار

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۹:۵۵
Background image

جلسهٔ کمیتهٔ ارتقای کیفیت پوهنتون اناستو برگزار شد

به تاریخ ۱۴۴۶/۹/۱۷ روز دوشنبه، جلسهٔ کمیتهٔ ارتقای کیفیت پوهنتون ملی علوم زراعتی و تکنالوژی افغانستان تحت ریاست معاون علمی پوهندوی ثناءالله ارغستانی در حالی برگزار گردید که رئیس پوهنتون. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

BACK TO NEWS