د اناسټو پوهنتون د لیسانس برنامې د روان سمستر د وروستیو آزموینو د پیل خبرتیا!
![د اناسټو پوهنتون د لیسانس برنامې د روان سمستر د وروستیو آزموینو د پیل خبرتیا!](/sites/default/files/2023-07/363325208_222495217428663_5719654587297141607_n.jpg)
د اناسټو پوهنتون د لیسانس برنامې د روان سمستر د وروستیو آزموینو د پیل خبرتیا!
د افغانستان د کرنیزو علومو او تکنالوژی ملي پوهنتون د آزموینو د څار او ارزونې کمیټې د ۱۴۴۵/۱/۹ نېټې او ۱۱مه ګڼه پروتوکول مجلس د پریکړو په اساس، چې د پوهنتون د علمي شورا له لوري یې تائید هم موندلی، د روان تحصیلي کال د دوهم سمستر وروستی آزموینې به د راتلونکې چهارشنبې په ورځ چې د روان هجري لمریز کال د زمري د میاشتې له یوولسمې نېټې سره سمون لري پیل او د هرې پوهنځی له مهالوېش سره سم به تکمیل شي.
نوټ: د آزموینو صحنې به د سهار په ۶:۰۰ بجې پیل او د مضمون د پارچې مطابق به په معین وخت پای مومي.
د ګرانو محصلانو د بریا په هیله.
د محصلانو چارو معاونیت