نوو محصلانو ته د ښه راغلاست او پوهنتون پېژندني سیمینار وړاندي سو!
د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون د غونډو په تالار کي د محصلانو د خدماتو او همږغۍ آمریت د ۱۴۰۴ هـ ل کال نوو محصلانو ته د ښه راغلاست او پوهنتون پېژندني سیمینار وړاندي کړ.
په همدې موخه جوړه سوې غونډه چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پېل سوه؛ په سر کښي، د محصلانو د چارو محترم مرستیال مولوي محمودالحسن صاحب وینا وکړه. هغه نوو محصلانو ته ښه راغلاست ووايه او خپلو خبرو په پيل کي ئې زیاته کړه: تاسي زموږ سره د مور او پلار امانت یاست؛ نو باید خپل وخت ضایع نه کړئ، د هغوی هیلي او ارمانونه پوره کړئ، د افغانستان د ملت او وطن د خدمت له پاره خپل استعدادونه وکاروئ، د کفارو پر وړاندې مقاومت وکړئ او خپله ځواني د الله جل جلاله د دین په لاره کي مصرف کړئ.
ورپسې د پوهنتون قدرمن رئیس جناب سید مولوي محمد داود آغا الهاشمي صاحب د پوهنتون د رهبري په استازولۍ نوو محصلانو ته ښه راغلاست ووایه، هغه ډاډ ورکړ، چي د پوهنتون رهبري، استادان او کارکوونکي د محصلانو د خدمت، لارښوونې او د هغوی د ستونزو د حل له پاره تل چمتو دي. آغا صاحب د محصلانو د اصلاح او فکري روزني په موخه څو قرآني آیتونه تلاوت او تشریح کړل او زیاته کړه، چي انسان الله جل جلاله عبث نه دئ پیدا کړی؛ بلکي د ېوه ستر هدف له پاره ئې خلق کړی دي او هغه د الله تعالی بندګي او عبادت دئ؛ ځکه د هر کار او عمل حساب به له انسان سره کېږي. هغه محصلانو ته د ښه اخلاقو، د انسانیت د کمال، د علم د ترلاسه کولو، او د استادانو له تجربو، نیکو اخلاقو او اسلامي سیرت څخه د ګټي اخیستني سپارښتنه وکړه.
ښاغلي رئيس صاحب وویل: چي د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون د لوړو زده کړو وزارت له لوري ېو منظم چوکاټ او اداره لري او محصلان باید خپل فعالیتونه د همدې چوکاټ په چوکاټ کي ترسره کړي.
آغا صاحب محصلانو ته د الله څخه د وېرې، د الله ته د وسیلې جوړولو، د نیکو کسانو د ملګرتیا، له بدو او بېکارو کسانو څخه د لرېتوب، د استادانو د درناوي، د مطالعې (په ځانګړي ډول د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د سیرت د مطالعې)، او د ېو شمېر نورو مهمو اخلاقي او علمي موضوعاتو په اړه سپارښتني وکړې.
وروسته د تضمین کیفیت محترم آمر پوهنیار سید حکمت الله آنیس او استاد نقیب الله مجددي د اناسټو پوهنتون د پېژندني په نوم ېو جوړ سوى معلوماتي پرېزينټېشن وړاندي کړ، چي پکښي د اناسټو پوهنتون اُصول او مقررات، د نظم او ډسپلین لایحه، کرېډیټ سیسټم او د پوهنتون د بېلابېلو برخو په اړه معلومات ورکړل سوي ول؛
په وروستيو کي د څېړنو محترم مرستیال ډاکټر شریف الله شریفي صاحب بیا د لابراتوار، کتابتون، کرنیزي ماشینرۍ او کرنیز فارم په اړه هر اړخیز معلومات شریک کړل.
وروسته یاد سیمینار د دؤعا په ویلو پای ته ورسېد
1404/تله/14
نشراتو او عامه اړيکو آمریت
