اناسټو پوهنتون کې د رواني ستونزو د حل لارو او مشورې ورکولو مهارتونو په اړه سمینار وړاندې سو

admin@anastu
شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۴:۷
رواني ستونزي

د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) محصلانو ته د «رواني ستونزو د حل لاري او د مشورې ورکولو مهارتونه» تر سرلیک لاندې سمینار د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د تلي میاشتي پر ۱۶مه، د پنجشنبې په ورځ، د پوهنمل عزیزالرحمن رګښتي له لوري وړاندي سو.
په یاد سمینار کښي د رواني روغتیا پر اهمیت، په محصلانو کښي د عامو رواني ستونزو پر لاملونو او نښو، د ستونزو د حل پر عملي لارو، د مشورې ورکولو پر اساسي اصولو، فعال اورېدو، همدردۍ او د محرمیت پر ساتلو هر اړخیز معلومات له محصلانو سره شریک سول.
په یاد پروګرام کې د محصلانو چارو مرستیال مولوي محمودالحسن او یو شمېر استادانو هم ګډون کړی وو. چي په پای کښي مولوي محمودالحسن صاحب د یاد سمینار د ارزښت په اړه وینا وکړه او غونډه د دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.
د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) د نشراتو او عامه اړیکو آمریت
۱۴۰۵/۷/۱۷

تازه ترین اخبار

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۹:۵۵
Background image

جلسهٔ کمیتهٔ ارتقای کیفیت پوهنتون اناستو برگزار شد

به تاریخ ۱۴۴۶/۹/۱۷ روز دوشنبه، جلسهٔ کمیتهٔ ارتقای کیفیت پوهنتون ملی علوم زراعتی و تکنالوژی افغانستان تحت ریاست معاون علمی پوهندوی ثناءالله ارغستانی در حالی برگزار گردید که رئیس پوهنتون. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

BACK TO NEWS