د اناسټو پوهنتون نوي مالي او اداري چارو مرستیال رسماً خپله دنده پیل کړه
د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) د مالي او اداري چارو نوي مرستیال، محترم قاري عبدالستار حیدري صاحب، په رسمي توګه د پوهنتون د رهبرۍ له لوري معرفي او خپله دنده يې پیل کړه. د نوموړي د معرفۍ په موخه جوړو سوو مراسمو کې د پوهنتون رهبرۍ او اړوندو مسؤلینو ګډون کړی و.
غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل سوه. وروسته د پوهنتون رئیس، محترم مولوي شبیر احمد عباس صاحب، مقدماتي وینا وکړه او نوي مالي او اداري چارو مرستیال ته یې د ښه راغلاست ترڅنګ، د نوي دندي مبارکي وویله. نوموړي د پوهنتون د رهبرۍ له لوري د همکارۍ، همغږۍ او متقابل باور ډاډ څرګند کړ او د ښاغلي حیدري صاحب د بریالي خدمت او د ورسپارل سوو مسؤلیتونو د لا ښه ترسره کولو لپاره یې د الله تعالی له درباره د توفیق او بریا دعا وکړه.
ورپسې د پوهنتون نوي مالي او اداري چارو مرستیال، محترم قاري عبدالستار حیدري صاحب، د پوهنتون له رئیس او رهبرۍ څخه د باور او حسنِ اعتماد له امله خپله مننه څرګنده کړه. نوموړي ژمنه وکړه چي د پوهنتون د رهبرۍ د لارښوونو په رڼا کښي به خپل ورسپارل سوي مسؤلیتونه په پوره صداقت، ژمنتیا او احساسِ مسؤلیت ترسره کوي او د پوهنتون د چارو د لا ښه تنظیم، پرمختګ او پیاوړتیا لپاره به خپلي هلي ځلي نه سپموي.
د غونډې په پای کښې د نوي مالي او اداري چارو مرستیال د بریالي خدمت، د پوهنتون د لا پرمختګ او د ټولو اړوندو چارو د ښه تنظیم په موخه دعا وسوه او مراسم په خیر او عافيت سره پای ته ورسېدل.
د نشراتو، آړيکو او عامه پوهاوي آمريت
1405/7/11
