په تدریس او څېړنه کښي د مصنوعي ځیرکتیا (AI) رول تر عنوان لاندي علمي ناسته تر سره سوه.

admin@anastu
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۱:۱۱
مصنوعي ځيرکتیا

 

د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) کښي د استادانو د علمي ظرفیت لوړوني په موخه د (په تدریس او څېړنه کښي د مصنوعي ځیرکتیا (AI) رول) تر عنوان لاندي علمي ناسته تر سره سوه، چي ټولو استادانو او علمي کدرونو پکښي ګډون درلود او د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل سوه.

په یاده ناسته کښي پوهنمل دوکتور مختار احمد فیض د مصنوعي ځیرکتیا د مفهوم، په لوړو زده کړو کښي یې د ارزښت او د تدریس او علمي څېړنو په بهیر کښي د AI د اغېزمني کاروني په اړه هر اړخیز معلومات وړاندي کړل. نوموړي د علمي، تخنیکي او عملي اړخونو تر څنګ د مصنوعي ځیرکتیا د کاروني د اصولو، د محرمیت او اخلاقي چوکاټ، او د استادانو لپاره د اړینو مهارتونو د لوړولو مهم ټکي هم روښانه کړل.

همدارنګه ښاغلي فيض صاحب د تدریس د کیفیت د لوړولو، د درسي موادو د چمتو کولو، د علمي مقالو او څېړنیزو پروژو د تنظیم، د معلوماتو د تحلیل او د علمي سرچینو د موندني په برخه کښي د مصنوعي ځیرکتیا د بېلابېلو وسایلو او عملي ګټو په اړه بحث تر سره کړ، نوموړي زیاته کړه چي  د مصنوعي ځیرکتیا د کاروني ترڅنګ د علمي امانتدارۍ، اخلاقي اصولو او مسؤلانه استفادې پر اهمیت باید ټینګار وسي او څرګنده یې کړه چي AI باید د انساني فکر او علمي نوښت بدیل ونه ګڼل سي، بلکي د هغوی د پیاوړتیا لپاره د یوې مرستندویي وسیلې په توګه ترې ګټه واخیستل سي.

په پای کي د ګډونوالو پوښتنو ته مفصل ځوابونه ورکول سول، په علمي برخه کښي د مصنوعي ځيرکتیا د استفادې اړوند څرګندوني، وړاندیزونه او علمي نظریات تبادله سول او یاده علمي ناسته د دعا په ویلو سره پای ته ورسېد.
د نشراتو او عامه اړيکو آمریت
۱۴۰۵/۰۴/۲۹

تازه ترین اخبار

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۹:۵۵
Background image

جلسهٔ کمیتهٔ ارتقای کیفیت پوهنتون اناستو برگزار شد

به تاریخ ۱۴۴۶/۹/۱۷ روز دوشنبه، جلسهٔ کمیتهٔ ارتقای کیفیت پوهنتون ملی علوم زراعتی و تکنالوژی افغانستان تحت ریاست معاون علمی پوهندوی ثناءالله ارغستانی در حالی برگزار گردید که رئیس پوهنتون. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

BACK TO NEWS