د اناسټو پوهنتون او کندا فروټ وزیري ګلوبل شرکت ترمنځ د همکارۍ ګډه ناسته ترسره سوه.

admin@anastu
چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۱ - ۱۴:۲۷
کنډا فروټ

 

د افغانستان د کرنیزو علومو او تکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) او کندا فروټ وزیري ګلوبل شرکت ترمنځ د متقابلي پېژندني، علمي او څېړنیزي همکارۍ د پراختیا او ګډو فعالیتونو د ترسره کولو په موخه ګډه ناسته ترسره سوه.
ناسته د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت پیل سوه. د اناسټو پوهنتون په استازیتوب د علمي څېړنو مرستیال، پوهنمل دوکتور شریف الله شریفي، ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د لوړو زده‌کړو وزارت او صنعت او سوداګرۍ وزارت ترمنځ د لاسلیک سوي هوکړه‌لیک په رڼا کې یې د پوهنتون او خصوصي سکټور ترمنځ د علمي او څېړنیزو همکاریو پر اهمیت خبري وکړې.
ورپسې، د کندا فروټ وزیري ګلوبل شرکت په استازیتوب ښاغلي ابوهریره د اناسټو له رهبرۍ او استادانو سره د همکارۍ ډاډ څرګند کړ.
په ناسته ښي د اناسټو پوهنتون د لابراتوارونو د تجهیز، ترمیم او فعالولو، د دواړو لورو له لابراتواري امکاناتو او مسلکي ظرفیتونو څخه د ګډي استفادې او د ګډو علمي او څېړنیزو پروژو د ترسره کولو په اړه بحث وسو. شرکت د پوهنتون د لابراتوارونو د تجهیز او فعالولو په برخه ښي د همکارۍ ژمنه وکړه.
په همدې موخه، د اناسټو مسئولینو او استادانو د کندا فروټ وزیري ګلوبل شرکت له لابراتوار څخه هم لیدنه وکړه او د موجودو امکاناتو او تخنیکي ظرفیتونو په اړه یې خبرې وکړې.
په پای کې، دواړو لورو د علمي او څېړنیزو همکاریو د پراختیا، تجربو او امکاناتو د شریکولو او د پوهنتون او خصوصي سکټور ترمنځ د دوامدارو ګډو فعالیتونو پر اهمیت ټینګار وکړ.
۱۴۰۵/۰۶/۱۱
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي آمريت

تازه ترین اخبار

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۹:۵۵
Background image

جلسهٔ کمیتهٔ ارتقای کیفیت پوهنتون اناستو برگزار شد

به تاریخ ۱۴۴۶/۹/۱۷ روز دوشنبه، جلسهٔ کمیتهٔ ارتقای کیفیت پوهنتون ملی علوم زراعتی و تکنالوژی افغانستان تحت ریاست معاون علمی پوهندوی ثناءالله ارغستانی در حالی برگزار گردید که رئیس پوهنتون. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

BACK TO NEWS