په اناسټو پوهنتون کې دیني او اصلاحي تدریسي سیمینار پیل سو

admin@anastu
چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۴ - ۱۴:۴۷
افتخاري شیخان


د افغانستان د کرنیزو علومو او تکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) کښې د لوړو زده‌کړو وزارت د هدایت پر بنسټ، د دعوت او ارشاد آمریت او مسلکي پرمختیایي مرکز په ګډو هڅو، د افتخاري شیوخو کرامو لخوا پر بېلابېلو دیني او اصلاحي موضوعاتو تدریسي سیمینار پیل سو.
په دې علمي او اصلاحي ناسته کښې د پوهنتون رئیس، استادانو او اداري کارکوونکو ګډون کړی و. غونډه د قرآن کریم په تلاوت پیل سوه او د پوهنتون رئیس مولوي شبیر احمد عباس په خپله پرانیستې وینا کښې د علماوو له مجالسو څخه د ګټې اخیستنې او د زده کړو د عملي کولو پر اهمیت ټینګار وکړ.
 شیخ‌الحدیث مولوي بخت محمد متاب د قرآن کریم د تدبر او له الهي کلام څخه د ګټې اخیستنې پر لارو چارو هر اړخیز بیان وکړ. نوموړي د قرآن کریم د ساتنې، د آیتونو د معناوو په تدبر او د قرآن کریم د اعجاز په اړه مهم مطالب وړاندې کړل او ټینګار یې وکړ چې قرآن کریم یوازې د تلاوت لپاره نه، بلکې د تدبر، پوهېدو او په ژوند کې د عملي کولو لپاره هم نازل سوی دی.
ورپسې شیخ‌الحدیث مولوي عبدالصمد صمیم د انبیا علیهم‌السلام د نبوت د اساسي اصولو په اړه تفصیلي وینا وکړه. نوموړي توحید، تقوا، صداقت، امانت، عدل او انصاف، صبر او شفقت د نبوي دعوت له مهمو اصولو وبلل او د انبیا علیهم‌السلام د دعوت په لاره کې یې د هغوی د صبر، استقامت، اخلاص او له خلکو سره د خیر غوښتنې بېلګې بیان کړې.
غونډه د دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.
۱۴۰۵/۰۶/۰۴
د نشراتو، اړیکو او عامه پوهاوي آمریت

تازه ترین اخبار

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۹:۵۵
Background image

جلسهٔ کمیتهٔ ارتقای کیفیت پوهنتون اناستو برگزار شد

به تاریخ ۱۴۴۶/۹/۱۷ روز دوشنبه، جلسهٔ کمیتهٔ ارتقای کیفیت پوهنتون ملی علوم زراعتی و تکنالوژی افغانستان تحت ریاست معاون علمی پوهندوی ثناءالله ارغستانی در حالی برگزار گردید که رئیس پوهنتون. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

BACK TO NEWS