د اداري کارمندانو د ظرفیت لوړولو په موخه علمي ناسته او علمي روزنه تر سره سوه.

admin@anastu
شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۰:۲۸
سمینار

د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) کي د اداري کارمندانو د ظرفیت لوړولو په موخه، د مالي او اداري چارو معاونیت اړوند د کارکوونکو چارو آمریت له لوري د «وړاندیز، مکتوب، استعلام، حاضرۍ، صادره، وارده او رسیداتو پېژندنه» تر عنوان لاندي علمي ناسته د حاضرۍ او سوانحو عمومي مدیر ښاغلي تیمور شاه "مصروفي" له خوا تر سره سوه. په ناسته کي د نوي مقرر سوو کارمندانو په ګډون ټولو اداري کارمندانو برخه اخیستې وه او د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت پیل سوه.

ښاغلي مصروفي ګډونوالو ته د اداري اسنادو د ترتیب، د مکتوبونو د سمي بڼي، د استعلام د اصولو، د صادرې او واردې د ثبت طریقې او د رسیداتو د سم مدیریت په اړه تفصیلي معلومات وړاندي کړل. همدارنګه یې د حاضرۍ پېژندنه، د حاضرۍ موخه او د حاضرۍ په کتاب کي د کارمندانو د درج کېدونکو معلوماتو په اړه بشپړ جزئیات شریک کړل.

همدارنګه د ظرفیت لوړوني او اجرااتو ارزوني عمومي مدیر ښاغلي سید کلیم الله "صدیق" د «MAS (Microsoft Activation Script) له لاري د وینډوز او آفیس فعالول» تر عنوان لاندي علمي روزنه وړاندي کړه. نوموړي د MAS پېژندني، د فایل تر لاسه کولو، د وینډوز او آفیس پروګرامونو د فعالولو پروسې او اړوندو ډیجیټل امنیتي سپارښتنو په اړه تخنیکي معلومات وړاندي کړل. همدارنګه یې د HWID، KMS او Ohook د فعالولو میتودونه، د فایل اجرا او د فعالېدو د تایید لاري په عملي ډول تشریح کړې. ګډونوالو ته روښانه سوه چي د MAS کارونه باید یوازي د قانوني او تخنیکي زده کړي په موخه تر سره سي.

په پای کي د ګډونوالو پوښتنو ته مفصل ځوابونه ورکړل سول، د اداري اسنادو د ترتیب او مدیریت د اصولو اړوند څرګندوني، وړاندیزونه او عملي نظریات تبادله سول، او د وینډوز او آفیس د فعالولو اړوند تخنیکي پوښتني هم ځواب سوې او د دعا په ویلو سره پای ته ورسېده.

۱۴۰۵/۰۵/۱۷
د نشراتو او عامه اړيکو آمریت

تازه ترین اخبار

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۹:۵۵
Background image

جلسهٔ کمیتهٔ ارتقای کیفیت پوهنتون اناستو برگزار شد

به تاریخ ۱۴۴۶/۹/۱۷ روز دوشنبه، جلسهٔ کمیتهٔ ارتقای کیفیت پوهنتون ملی علوم زراعتی و تکنالوژی افغانستان تحت ریاست معاون علمی پوهندوی ثناءالله ارغستانی در حالی برگزار گردید که رئیس پوهنتون. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

BACK TO NEWS