د علمي څېړنو آمریت پېژندنه

بسم الله الرحمن الرحیم

د علمي څېړنو آمریت د لمړي ځل لپاره په (۱۳۹۹هـ ش) کال  کې د علمي معاونیت تر چتر لاندې ایجاد او وروسته د علمي څېړنو معاونیت د ایجاد سره سم د همدغه معاونیت تر چتر لاندې خپل فعالیتونه د دندو د لایحې مطابق د ټولنې د پرمختیا لپاره مخته وړي. د علمي څېړنو آمریت  آمر، یو تن د څېړنو عمومي مدیر او دوه نور مدیرتونه (د طبعي علومو کارشناس او د اجتماعي علومو کارشناس) په خپل تشکیل کې لري. د علمي څېړنو آمریت د پوهنتون په کچه د څېړنیزو آسانتیاوو  په رامنځته کولو او د څېړنو لپاره د غوره چاپیریال سره سره د څېړونکو د هڅونې لپاره دوامداره هلې ځلې کوي او غواړي چې پوهنتون د هېواد او سیمې په کچه په یو ځلیدلي څېړنیز مرکز باندې تبدیل کړي.

لرلید

د پوهنتون د علمي څېړنو آمریت په دې لټه کې دی چې د کرنې او مالدارۍ په برخو کې یو داسې علمي چاپېریال رامنځته کړي چې د څېړنې او نوښت له لارې د پوهې پراختیا، ټولنیزو ستونزو حل، او د ملي پرمختګ لپاره دوامداره اغېزمنې لارې چارې وړاندې کړي

رسالت

د علمي څېړنو آمریت ژمن دی چې د پوهنتون د استادانو او محصلینو ترمنځ د څېړنې او علمي هڅو فرهنګ ته وده ورکړي، د څېړنو بنسټیزو اسانتیاوو برابرولو او د څېړنې پایلو د عملي کولو له لارې د ټولنې د پرمختګ لپاره رغنده ونډه ولوبوي.

موخي

1.    د څېړنې کلتور ترویج:
په پوهنتون کې د استادانو او محصلینو ترمنځ د څېړنې ارزښت لوړول او د علمي څېړنیزو هڅو لوړول.
2.    د څېړنو لپاره آسانتیاوې برابرول:
د لابراتوارونو، کتابتونونو، څېړنیز فارم او نورو اړوند برخو سره همغږي او همکاري
3.    د څېړونکو د وړتیاوو لوړول:
د څېړنې په اړه روزنیز پروګرامونه، سیمینارونه او ورکشاپونه جوړول ترڅو استادان او محصلین د څېړنې نوې لارې چارې زده کړي.
4.    د علمي څېړنو معیار لوړول:
د څېړنې لپاره نړیوال معیارونه مراعت کول او د کیفیت تضمین لپاره څېړنیزې پروسې لا ښه کول.
5.    د ملي اړتیاوو په رڼا کې څېړنې کول:
د هیواد د اساسي موخولکه په کرنه او مالدارۍ کې نوښتونه رامنځ ته کول، چاپېریال ساتنه، اقتصادي پرمختګ، د خوړو امنیت، او اقلیمي بدلونونو لپاره عملي څېړنې ترسره کول.
6.    د څېړنې پایلو عملي کول:
د څېړنو پایلې د ملي او سیمه‌ییزو پالیسیو جوړونې او د ټولنیزو ستونزو د حل لپاره د اړوند اجرایوي ارګانونو سره شریکول.
7.    د نړیوالو اړیکو پراختیا:
له نورو ملي او نړیوالو پوهنتونونو او څېړنیزو مرکزونو سره همکاري کول او د څېړنې په برخه کې د تجربو تبادله.
8.    د څېړنې تمویل سرچینې پراخول:
د څېړنې تمویل لپاره د دولتي، غیر دولتي او نړیوالو بنسټونو سره اړیکې ټینګول.
 

کمېټې

د علمي څېړنو او نشراتو بورډ

 

عملیاتي پلانونه

1.    د استادانو او محصلانو د څېړنو لپاره د اسانتیاوو جوړول
2.    د څېړنیزو چارو مستند کول او په ډیټابېسونو کې ثبت
3.    د روانو څېړنو څخه دوامداره نظارت کول
4.    څېړونکو ته د اړتیا پر مهال لارښوونې کول
5.    د څېړنیزې ظرفیت لوړونې په موخه استادانو، محصلانو او څېړونکو ته بېلابېل روزنیز ورکشاپونه او سیمینارونه دایرول
6.    د زون په کچه د فلیال پوهنتونونو لپاره د روزنیزو پروګرامونو برابرول
7.    د بودیجې ترلاسه کولو په موخه د څېړنیزو پروپوزلونو برابرول، کتنه او پروسیس
8.    د څېړنیزو ملي او نړیوالو ادارو سره د روابطو ساتنه او ټینګښت
9.    د څېړنیزو اړتیاوو نظر پوښتنه کول
10.    د نظر پوښتنې مطابق د څېړنو پلانول او اړوند څانګو ته لېږل
11.    په بېلابیلو ډولونو سره د څېړنو پایلې له ټولنې او اړوند ارګانونو سره شریکول
12.    د ملي او اساسي ستونزو د حل په موخه کنفرانسونه دایرول
13.    د کال د غوره څېړونکي، مؤلف او ژباړونکي ټاکل او ستاینه کول
14.    د څېړنو لپاره د بودیجې ترلاسه کولو هڅې کول
15.    نورې ټولې مدیریتي دندې او همغږي ترسره کول

د کړنو لنډ راپور

•    په تېرو کلونو کې لسګونه د استادانو او سلګونه تعداد د محصلانو څېړنې په شخصي مصارفو او د پوهنتون په موجوده امکاناتو سره ترسره شوې دي.
•    د همدغه څېړنو پر بنسټ په سلګونه مقالې لیکل شوې، چاپ او په نړیوالي او ملي ژورنالونو کې چاپ شوې دي.
•    د ۱۴۰۵ کال لپاره زموږ د استادانو ۱۲ څېړنې جریان لري او په پام کې ده چې تر ۲۰ پورې نورې هم به په همدې کال کې پیل شي، ان شاء الله.
•    د وزرات مقام څخه زموږ د استادانو ۱۳ پروپوزلونه په ابتدایي توګه منظور شوي دي، چې د پروسې د تکمیل څخه وروسته به یادې څېړنې هم پیل او ترسره شي.
•    د ماستري محصلانو تقریباً ۵۰ څېړنې په همدې کال کې ځېنې پیل شوې او نورې یې هم په همدې کال کې پیل کېدونکې دي.
•    د لېسانس محصلانو تقریباً ۱۰۰ څېړنې د ترسره کېدو په حال کې دي، چې مونوګرافونه او مقالې به پرې ولیکل شي.
•    د کال د غوره څېړونکي، مؤلف او ژباړونکي ستاینه د څرګندو معیارونو په اساس د هر کال په پای کې ترسره شوې او کېږي.
•    د څېړنو په برخه کې څېړنیزه پالیسي جوړه او په اساس یې په پوهنتون کې څېړنې ترسره کېږي.

ټولنې او خلکو ته مو د خدمت او څېړنو د پایلو نشر په موخه لاندې کړنې ترسره کړې دي:

•    د کندهار ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې کروندګرو او مالدارانو ته دیني، علمي او فني ورکشاپونه دایر دي.
•    د څېړنو پایلې مو د یو کتاب په بڼه ترتیب او شریکې کړې دي، بیا هم یاده چاره په پام کې ده.
•    د پوسټر پریزینټیشنونو او کنفرانسونو له لارې مو د څېړنو پایلې او پوهه تر ټولنې رسولې ده.
•    د شریعت غږ رادیو سره مو مخکې هم د کرنې او مالدارۍ په برخه کې خپرونه درلودله او اوس په ۱۴۰۵ هـ ش کال کې مو د بزګر روزنې تر عنوان لاندې خپرونه ورسره پیل کړې، چې په دې سره ددې سیمې اړوند د کرنې او مالدارۍ سکتور په مهمو ستونزو او حل لارو باندې معلومات ارایه کېږي.
•    په مکتوبي او مشورتي توګه مو د څېړنو پایلې تر ښکیلو اړخونو رسولې دي.
له دې سره سره د عوایدو پنځه طرحې ترتیب او وزرات مقام ته استول شوې دي
•    د تخمونو د اصلاح طرحه
•    د کندهار ولایت د خاورې حاصلخېزۍ د نقشې جوړولو طرحه
•    د نسلي چرګانو د روزنې او تولید طرحه
•    د وارداتي کیمیاوي سرو د تجزیې طرحه
ځینې نورې مهمې کړنې:
•    د غذایي امنیت او مصئونیت داخلي کنفرانس مو دایر او پایلې یې اړوند ارګانونو ته رسولې دي.
•    د کنفرانس د مقالاتو دوې ټولګې، د لنډیزونو او سپارښتنو کتابونه چاپ او نشر شوي دي.
•    د زون په کچه مو استادانو او د پوهنتون محصلانو ته بېلابېل د ظرفیت لوړونې ورکشاپونه او سیمینارونه دایر کړي دي.
•    د اناسټو پوهنتون استادانو او محصلانو ته د څېړنیزې ظرفیت لوړونې په موخه په لسګونه ورکشاپونه، سمینارونه او کنفرانسونه دایر شوي دي.
•    د کړنو د سمون او چوکاټ بندۍ په موخه مو بېلابېلې کاري طرحې جوړې کړې دي.
•    د څېړنو، ژباړو، تألیفاتو او نشراتو ټولو مواردو کتنه په ښه او دقیقه توګه ترسره شوې او جریان لري.
•    ټولې کړنې او احصایې په ایکسیل ډیټابېسونو کې ثبت او خوندي کېږي. 
 

 

 

آمریتونه او مدیریتونه

لابراتوار مدیریت

 

د کارمندانو شمير

(۹) تنه

برحال کارمندان

شمېره

د کارمند نوم

تخلص

دنده

د تحصیل درجه

علمي رتبه

څانګه

د اړیکو شمېره

ایمیل ادرس

۱

کرامت الله

فاضل

د علمی څیړنو امر

ماسټر

پوهنمل

اګرانومي

+۹۳۷۸۹۲۲۲۸۳۸

۹۳۷۰۳۸۹۱۸‍۱۶+

karamatullah.fazil94@gmail.com

karamat.fazil@anastu.edu.af

۲

محمد عمر

حبیبي

د علمي څیړنو عمومي مدیر

    لیسانس    

 

نبات      ژغورنه

۹۳۷۰۸۳۳۶۷۰۷+

Habibiomer86@Gmail.com

۳

عزیزالله

عزیزي

د تحقیقاتو علمي مدیر

لیسانس

 

هارټکلچر

۹۳۷۰۰۶۷۹۶۹۲+

azizullahazizi3815@Gmail.com

۵

اسدالله

همدرد

اګرانومي لابرانت

لیسانس

 

اګرانومي

۹۳۷۰۸۳۳۶۵۱۸+

Asadullahhamdard22@gmail.com

 

۶

نوراحمد

حبیبي

هارټکلچر لابرانت

لیسانس

 

هارټکلچر

۹۳۷۰۸۳۳۶۳۶۷+

noorahmadhabibi28@gmail.com

 

۷

سلطان محمد

درخشان

هارټکلچر لابرانت

لیسانس

 

هارټکلچر

۹۳۷۰۶۷۲۳۱۶۲+

sultanrokhshan123@gmail.com

 

۸

رحمت الله

سعادات

نبات ژغورنه لابرانت

لیسانس

 

نبات ژغورنه

۹۳۷۰۴۱۴۲۳۵۷+

Sadatrhamatullah@gmail.com

 

۹

نجی الله

سیدزی

مالداری لابرانت

لیسانس

 

حیواني علوم

۹۳۷۰۸۸۸۹۳۱۷+

syedzai054@gmail.com

 

د اړیکو شمیره

+۹۳۷۸۹۲۲۲۸۳۸

۹۳۷۰۳۸۹۱۸‍۱۶+

ایمیل ادرس

karamatullah.fazil94@gmail.com

karamat.fazil@anastu.edu.af

په درنښت