د حیواني علومو او وترنري علومو پوهنځیو محصلانو ترمنځ علمي سیالي وسوه

anastu_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۸ - ۹:۴۷
Image

د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ په ملي پوهنتون کي د محصلانو د علمي وړتیا د پیاوړتیا او د سالمي سیالۍ د کلتور د رامنځته کولو په موخه، د حیواني علومو او وترنري علومو پوهنځیو محصلانو ترمنځ یو ارزښتناک علمي سیالي وسوه
یاده سیالي چي دمحصلانو چارو معاونیت لخواجوړه سوې وه لومړی پيل يې د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوت سره وسو وروسته د محصلانو چارو مرستیال، محترم مولوي محمودالحسن صاحب ټولو ګډونوالو محصلانو ته د سیالۍ د هدف او ارزښت په اړه مهمي سپارښتني وکړې. هغه وویل: چي د اسلامي اصولو له مخي په خیر، علم او خدمت کې سیالي یو روا او مثبت عمل دئ، چي د انسان په فکري او عملي وړتیاوو مستقیم اغېزه لري او صحابه کرامو رضی الله عنه هم مسابقې کولې؛ نو محصل باید تل د علم، اخلاقو او نیکیو له پاره هڅه او سیالۍ ته چمتو يي.
وروسته د دواړو پوهنځیو لخوا د استادانو په لارښوونه د A او B په نوم دوه ګروپونه جوړ سول او سیالي په رسمي ډول پیل سوه. په ټولیز ډول ۲۰ پوښتني وې، چي د هرې پوښتني ۱۰ نؤمرې وې او ټولي ۱۰۰ نؤمرې د سیالۍ عمومي امتیاز جوړاوه.
دواړو ګروپونو په سیالۍ کې فعاله ونډه واخیسته او د خپلي پوهني او عملي مهارتونو ښه ننداره ئې وړاندې کړه؛ خو د پایلو له مخي د وترنري پوهنځي B ګروپ بریالۍ اعلان سوه، چي په ۱۰۰ کي ئې ۸۹ نؤمرې ترلاسه کړې. په مقابل کي، د حیواني پوهنځي A ګروپ وکولای سول، چي ۵۰ نمرې تر لاسه کړي او سیالي ئې و نه ګټله.
وروسته سیالۍ د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېده.
۱۴۰۴ / ۰۹ / ۰۶                                                                                                                                                                  
د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړيکو آمریت

تازه ترین اخبار

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۹:۵۵
Background image

جلسهٔ کمیتهٔ ارتقای کیفیت پوهنتون اناستو برگزار شد

به تاریخ ۱۴۴۶/۹/۱۷ روز دوشنبه، جلسهٔ کمیتهٔ ارتقای کیفیت پوهنتون ملی علوم زراعتی و تکنالوژی افغانستان تحت ریاست معاون علمی پوهندوی ثناءالله ارغستانی در حالی برگزار گردید که رئیس پوهنتون. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

BACK TO NEWS