!د اناسټو پوهنتون د مخکني رئیس او د مالي او اداري چارو د مرستيال د قدرداني او مخه ښې غونډه وسوه

anastu_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۱۳:۲۱
Image

د افغانستان د کرنيزو علومو او ټکنالوژۍ په ملي پوهنتون کي د مخکني رئيس قدرمن سيد مولوي محمد داؤد آغا الهاشمي صاحب او د مالي او اداري چارو مخکني مرستیال محترم مولوي عبدالستار حقاني صاحب د قدرداني او مخه ښې غونډه وسوه، چي پر مهال ئې د پوهنتون د رهبرئ غړي، د پوهنځيو رئېسان، د آمريتو آمران او استادان حاضر ول.
غونډه چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پيل سوه؛ په سر کي د استادانو او کارمندانو په استازيتوب استاد محترم پوهاند حاجي عبدالکبیر مين صاحب وينا وکړه، هغه د مبارکۍ ويلو تر څنګ د دوي کړي خدمتونه وستايل او وې ويل: تبديلي د امارت په اصولو کي يو مهم اصل دئ، چي مشران ئې د چارو د پرمختګ او ښه والي په توګه کوي، چي د دې سره په چارو کي مثبت تاثيرات راځي ددې ترڅنګ مين صاحب زياته کړه؛ زه داستادانو کارمندانو په استازيتوب ستاسو څخه رضايت او خوښي  څرګندوم، ستاسو کړي خدمتونه دي رب جل جلاله قبول کړي او په نوې دنده کي دي رب جل جلاله خیر او برکت درته واچوي.
وروسته د علمي چارو مرستیال محترم پوهنيار ثناوالله ارغستاني صاحب وينا وکړه، چي په خبره ئې؛ د مولوي آغاصاحب او حقاني صاحب په راتګ اناسټو پوهنتون ډېر ځلېدلۍ دئ، زياتي لاسته راوړني لري، چي ځني لاسته راوړني ئې ګډنوالو ته د يادوني په پار تشريح هم کړې او د رهبرۍ په نمایندګی ئې پوره خوښي وښودله او د نوي دندي او خدمت له پاره ئې ورته دؤعا وکړه.
 وروسته مولوي آغاصاحب د پوهنتون رهبرۍ استادانو کارمندانو ته  د خپلي مخه ښې وينا وکړه او وې ويل: زه ستاسو څخه راضي يم او وم الحمدلله زما په مسئولیت کي زه هيڅ داسي مثال نلرم، چي هغه دي د خواشینۍ لامل سوی يي، ټولو استادانو، کارمندانو او د رهبرۍ غړو په پوره توګه همدردي او همږغي راسره کړې ده؛ که بیا هم څه کوتاهي سوې وي، زما له خوا ټولو ته بخښه ده. د دې ترڅنګ مولوي آغاصاحب وويل تاسو به د اناسټو پوهنتون په پر مختګ او خدمت کي هیڅ  توان نه سپموئ، لا کوښښ وکړي، محصلان ښه وروزئ، څېړني وکړۍ او اناسټو پوهنتون د سیالانو سره سیال کړی؛ زه که هر ځای یم ستاسو سره همکار يم .
وروسته د اناسټو پوهنتون مالي او اداري چارو مرستیال حقاني صاحب وینا وکړه؛ حقاني صاحب وویل: څنګه چي اناسټو د هيواد په سطح يو ملي پوهنتون دئ په همدې اساس باید زیاته پاملرنه ورته وسي؛ څومره چي زموږ وس وو، په هغه اندازه مو هڅي کړي دي او الحمدلله نتیجه ئې هم ورکړې ده په راتلونکي کي هم اميد لرو، چي نوی رئیس او مرستيال به د اناسټو په پر مختګ کي لا نوښتونه او پر مختګونه زیات کړي، زه چي هر ځای يم د اناسټو پوهنتون سره خپل د همکارۍ لاس نه لنډوم، په آخير کي حقاني صاحب د ټولو څخه خوښي وښودل بخښه ئې ورته وکړه او ددوئ څخه ئې هم بخښنه وغوښتل.

وروسته غونډه د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېده.
1404/9/2

د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړيکو آمریت

تازه ترین اخبار

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۹:۵۵
Background image

جلسهٔ کمیتهٔ ارتقای کیفیت پوهنتون اناستو برگزار شد

به تاریخ ۱۴۴۶/۹/۱۷ روز دوشنبه، جلسهٔ کمیتهٔ ارتقای کیفیت پوهنتون ملی علوم زراعتی و تکنالوژی افغانستان تحت ریاست معاون علمی پوهندوی ثناءالله ارغستانی در حالی برگزار گردید که رئیس پوهنتون. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

BACK TO NEWS