اناسټو پوهنتون کي د کمېټو د همږغۍ کمېټې غونډه جوړه سول.

anastu_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۲ - ۱۲:۱۹
ANASTU

اناسټو پوهنتون کي د کمېټو د همږغۍ کمېټې غونډه جوړه سول.
دافغانستان دکرنیزو علومو او تکنالوژي ملي پوهنتون کي ۱۴۴۶/۲/۱۷ نېټه د کمېټو د همږغۍ کمېټې غونډه د دوکتور حکمت الله عبید په مشري په داسې حال کي جوړه سول چي د پوهنتون د اصلي او فرعي کمېټو منشي صاحبانو په کښي ګډون درلود غونډه د قرآن کریم دڅو مبارکو آياتونو په تلاوت سره پيل سول. ورپسې ښاغلي عبيد د غونډي ګډونوالو ته ښه راغلاست ووايه او د يادې کمېټې پر ارزښت او اهميت يي وينا وکړه. ورپسې د اجنډا سره سم د کمېټې پر جوړښت، موخو، داصلي او فرعي کمېټو پر اوسني وضعيت، ستونزو، همږغۍ او يو شمېر متفرقه مسائلو مفصل بحث او لازمي پريکړې و سوې.
په پای کي غونډه د دعا په ويلو پای ته ورسېده.

 

۱۴۴۶/۲/۱۸.                            ۱۴۰۳/۶/۱
 

د نشراتو آمريت

تازه ترین اخبار

تازه ترین اخبار

یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

BACK TO NEWS