داناسټو پوهنتون د کيفيت د لوړاوي کميټې غونډه جوړه سول.
داناسټو پوهنتون د کيفيت د لوړاوي کميټې غونډه جوړه سول.
د دوشنبې په ورځ دافغانستان د کرنیزو علومو او تکنالوژي ملي پوهنتون د کيفيت د لوړاوي کميټې غونډه د علمي چارو د مرستيال پوهنيار ثناءالله ارغستاني په مشري جوړه سول.
غونډه د قرآن کریم دڅو مبارکو آياتونو په تلاوت سره په داسي حال کي پيل سول چي د يادي کمېټې غړو ګډون درلود.
ښاغلي ارغستاني د غونډي گډونوالو ته ښه راغلاست ووايه او په غونډه کي يي د ګډون نه مننه وکړه.
وروسته داجنډا سره سم دتيرو کړنو په تعقیب باندي بحث وسو او د اعتبار د لومړۍ مرحلې د راپور پر مثبتو/ضعيفو نقاطو ، د علمي برنامو د کلني څار پر راپور او يو شمير متفرقه مسائلو باندي مفصل بحث او لازمي پريکړي وسوې.
په پای کې غونډه د دُعا په ويلو پای ته ورسېده.
۱۴۴۶/۲/۱۶. ۱۴۰۳/۵/۳۰
دنشراتو آمريت