نوو محصلانو ته د ښه راغلاست او پوهنتون پېژندني سیمینار وړاندي سو!

anastu_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۴ - ۱۲:۹
Image

د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون د غونډو په تالار کي د محصلانو د خدماتو او همږغۍ آمریت د ۱۴۰۴ هـ ل کال نوو محصلانو ته د ښه راغلاست او پوهنتون پېژندني سیمینار وړاندي کړ.

په همدې موخه جوړه سوې غونډه چي د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پېل سوه؛ په سر کښي، د محصلانو د چارو محترم مرستیال مولوي محمودالحسن صاحب وینا وکړه. هغه نوو محصلانو ته ښه راغلاست ووايه او خپلو خبرو په پيل کي ئې زیاته کړه: تاسي زموږ سره د مور او پلار امانت یاست؛ نو باید خپل وخت ضایع نه کړئ، د هغوی هیلي او ارمانونه پوره کړئ، د افغانستان د ملت او وطن د خدمت له پاره خپل استعدادونه وکاروئ، د کفارو پر وړاندې مقاومت وکړئ او خپله ځواني د الله جل جلاله د دین په لاره کي مصرف کړئ.

ورپسې د پوهنتون قدرمن رئیس جناب سید مولوي محمد داود آغا الهاشمي صاحب د پوهنتون د رهبري په استازولۍ نوو محصلانو ته ښه راغلاست ووایه، هغه ډاډ ورکړ، چي د پوهنتون رهبري، استادان او کارکوونکي د محصلانو د خدمت، لارښوونې او د هغوی د ستونزو د حل له پاره تل چمتو دي. آغا صاحب د محصلانو د اصلاح او فکري روزني په موخه څو قرآني آیتونه تلاوت او تشریح کړل او زیاته کړه، چي انسان الله جل جلاله عبث نه دئ پیدا کړی؛ بلکي د ېوه ستر هدف له پاره ئې خلق کړی دي او هغه د الله تعالی بندګي او عبادت دئ؛ ځکه د هر کار او عمل حساب به له انسان سره کېږي. هغه محصلانو ته د ښه اخلاقو، د انسانیت د کمال، د علم د ترلاسه کولو، او د استادانو له تجربو، نیکو اخلاقو او اسلامي سیرت څخه د ګټي اخیستني سپارښتنه وکړه.

ښاغلي رئيس صاحب وویل: چي د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون د لوړو زده کړو وزارت له لوري ېو منظم چوکاټ او اداره لري او محصلان باید خپل فعالیتونه د همدې چوکاټ په چوکاټ کي ترسره کړي.

آغا صاحب محصلانو ته د الله څخه د وېرې، د الله ته د وسیلې جوړولو، د نیکو کسانو د ملګرتیا، له بدو او بې‌کارو کسانو څخه د لرې‌توب، د استادانو د درناوي، د مطالعې (په ځانګړي ډول د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د سیرت د مطالعې)، او د ېو شمېر نورو مهمو اخلاقي او علمي موضوعاتو په اړه سپارښتني وکړې.

وروسته د تضمین کیفیت محترم آمر پوهنیار سید حکمت الله آنیس او استاد نقیب الله مجددي د اناسټو پوهنتون د پېژندني په نوم ېو جوړ سوى معلوماتي پرېزينټېشن وړاندي کړ، چي پکښي د اناسټو پوهنتون اُصول او مقررات، د نظم او ډسپلین لایحه، کرېډیټ سیسټم او د پوهنتون د بېلابېلو برخو په اړه معلومات ورکړل سوي ول؛

په وروستيو کي د څېړنو محترم مرستیال ډاکټر شریف الله شریفي صاحب بیا د لابراتوار، کتابتون، کرنیزي ماشینرۍ او کرنیز فارم په اړه هر اړخیز معلومات شریک کړل.

وروسته یاد سیمینار د دؤعا په ویلو پای ته ورسېد

1404/تله/14

نشراتو او عامه اړيکو آمریت

تازه خبرونه

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۳:۵۲
Background image

په (اناسټو)پوهنتون کي د نشه يې توکو زيانونو او حل لارو په هکله معلوماتي سیمنار وسو

نن چهارشنبه مطابق ۱۴۰۴/۸/۲۱ھ ل نېټه دافغانستان د کرنيزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) کي د نشه يې توکو د زيانونو او حل لارو په هکله معلوماتي سيمينار وړاندې سو.
یاد سيمينار، چي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۰:۴۵
Background image

د امر بالمعروف او نهي عن المنکر قانون د تنفيذ کمېټې شپږمه ناسته وسوه

د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (ANASTU) دعوت او ارشاد آمريت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د تنفيذ کمېټې د عمومي بورډ شپږمه ناسته ترسره کړه چي پر مهال ئې د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۴:۴۱
Background image

د کندهار ولایت د امارتي او خصوصي پوهنتونو د دعوت او ارشاد له آمرانو سره د همږغۍ ناسته وسوه

د افغانستان د کرنيزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر مـولوي سلیم سليم صاحب په مشري، د اناسټو پوهنتون د غونډو په تالار کي د کندهار ولایت د امارتي او خصوصي (کندهار. . .

BACK TO NEWS