په تدریس او څېړنه کښي د مصنوعي ځیرکتیا (AI) رول تر عنوان لاندي علمي ناسته تر سره سوه.

admin@anastu
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۱:۱۱
مصنوعي ځيرکتیا

 

د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) کښي د استادانو د علمي ظرفیت لوړوني په موخه د (په تدریس او څېړنه کښي د مصنوعي ځیرکتیا (AI) رول) تر عنوان لاندي علمي ناسته تر سره سوه، چي ټولو استادانو او علمي کدرونو پکښي ګډون درلود او د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل سوه.

په یاده ناسته کښي پوهنمل دوکتور مختار احمد فیض د مصنوعي ځیرکتیا د مفهوم، په لوړو زده کړو کښي یې د ارزښت او د تدریس او علمي څېړنو په بهیر کښي د AI د اغېزمني کاروني په اړه هر اړخیز معلومات وړاندي کړل. نوموړي د علمي، تخنیکي او عملي اړخونو تر څنګ د مصنوعي ځیرکتیا د کاروني د اصولو، د محرمیت او اخلاقي چوکاټ، او د استادانو لپاره د اړینو مهارتونو د لوړولو مهم ټکي هم روښانه کړل.

همدارنګه ښاغلي فيض صاحب د تدریس د کیفیت د لوړولو، د درسي موادو د چمتو کولو، د علمي مقالو او څېړنیزو پروژو د تنظیم، د معلوماتو د تحلیل او د علمي سرچینو د موندني په برخه کښي د مصنوعي ځیرکتیا د بېلابېلو وسایلو او عملي ګټو په اړه بحث تر سره کړ، نوموړي زیاته کړه چي  د مصنوعي ځیرکتیا د کاروني ترڅنګ د علمي امانتدارۍ، اخلاقي اصولو او مسؤلانه استفادې پر اهمیت باید ټینګار وسي او څرګنده یې کړه چي AI باید د انساني فکر او علمي نوښت بدیل ونه ګڼل سي، بلکي د هغوی د پیاوړتیا لپاره د یوې مرستندویي وسیلې په توګه ترې ګټه واخیستل سي.

په پای کي د ګډونوالو پوښتنو ته مفصل ځوابونه ورکول سول، په علمي برخه کښي د مصنوعي ځيرکتیا د استفادې اړوند څرګندوني، وړاندیزونه او علمي نظریات تبادله سول او یاده علمي ناسته د دعا په ویلو سره پای ته ورسېد.
د نشراتو او عامه اړيکو آمریت
۱۴۰۵/۰۴/۲۹

تازه خبرونه

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۲:۵۶
Background image

د اسد ۲۴ مه (یوم الفتح) ولمانځل سوه.

 

د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) کي د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د یوم الفتح په مناسبت، د عمومي مسجد په تالار کي شانداره غونډه تر سره سوه، چي د پوهنتون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۰ - ۱۰:۵۲
Background image

د اداري کارمندانو د ظرفیت لوړني په موخه اصلاحي ناسته تر سره سوه.

د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) کي د اداري کارمندانو د ظرفیت لوړوني په موخه د مالي او اداري چارو معاونیت اړوند د کارکوونکو چارو آمریت له لوري، د (اطاعت کول. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۰:۴۴
Background image

د اناسټو پوهنتون په څېړنیز فارم کي د حیواني کلینیک د جوړېدو خښته کښېښودل سوه


د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) په څېړنیز فارم کي د یو باب حیواني کلینیک د جوړېدو ساختماني چاري د یو لړ مراسمو په ترڅ کي پیل سوې، چي د پوهنتون رئیس،. . .

BACK TO NEWS