د انګرېزي ژبې او کمپیوټر زده کړي لنډ مهاله روزنیز کورسونه پېل سول!
د افغانستان د کرهڼيزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت اړوند، د محصلانو د خدماتو او همغږۍ عمومي مدیریت، د لیلیې محصلانو له پاره د دوی د علمي او تخنیکي ظرفیت د لوړاوي په موخه د انگرېزي ژبې او کمپیوټر زده کړي لنډ مهاله روزنیز کورسونه رسماً پېل کړل.
د یادو کورسونو د پرانیستي په مراسمو کي د پوهنتون مسئولانو وویل: چي دا ډول پروګرامونه د محصلانو د ظرفیت د لوړولو په برخه کي ډېر آغېزمن ونډه لري او هڅه به وسي، چې د راتلونکو دورو له پاره ئې لا پراخ او منظم بڼه ورکړي.
د محصلانو چارو اړوند مسئولانو زیاته کړه، چي دا روزنیز کورسونه به د لیلیې اوسېدونکو محصلانو له پاره ېو ښه فرصت یي؛ ترڅو خپل علمي، ژبني او تخنیکي مهارتونه پیاوړي کړي او د علمي سیالیو له پاره چمتو سي.
یاد روزنیز پروګرام د سهشنبې په ورځ، د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د ربیعالثاني په ۲۸مه نېټه د پوهنتون په انګړ کي پېل سو.
1404/8/1
نشرات او عامه اړيکو آمریت
