د امیرالمؤمنین حفظه الله "د اهل سنت والجماعت عقیده" کتاب د درس لړۍ پیل سوه.

admin@anastu
چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۲:۸
د اهل سنت والجماعت کتاب د تدریس لړۍ

د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) کي د دعوت او ارشاد آمریت له لوري، د امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه الله تعالی ورعاه د «اهل سنت والجماعت عقیده» کتاب د تدریس لړۍ د عمومي مسجد په تالار کي د دعوت او ارشاد محترم آمر مولوي محمد سلیم "سلیم" صاحب لخوا پیل سوه، چي د پوهنتون محترمي رهبرۍ، ښاغلو استادانو او ټولو محترمو اداري کارمندانو پکښي پراخ ګډون درلود او د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت پیل سوه.

مولوي محمد سلیم صاحب د دې لړۍ د پیل په مناسبت د عقیدې د علم پر اهمیت خبري وکړې او څرګنده یې کړه چي د اهل سنت والجماعت عقیده د مسلمان د دین بنسټ دی، او د دې اصولو زده کړه د ایمان د سلامتیا، د فکري ثبات، د اسلامي هویت د ساتني او د انحرافاتو د مخنیوي لپاره حیاتي ارزښت لري. هغه زیاته کړه چي د عقیدې صحیح فهم د عباداتو، اخلاقو او ټول اسلامي ژوند د سمون اساس جوړوي، او د پوهنتون د پرسونل لپاره د دې لړۍ دوام د معنوي روزني یوه مهمه اړتیا ده.

وروسته د «اهل سنت والجماعت عقیدې» لومړی درس وړاندي سو او څرګنده سوه چي دا لړۍ به د دعوت او ارشاد آمریت د درسي نصاب برخه وي. د نورو درسونو تر څنګ به وخت په وخت د پوهنتون ټولو پرسونل ته تدریس کيږي، تر څو د اسلامي عقیدې بنسټیز مفاهیم په منظم او دوامدار ډول تر هغوی ورسېږي.

۱۴۰۵/۰۳/۲۷

داطلاعاتو، نشراتو او عامه اړيکو آمریت

تازه ترین اخبار

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۹:۵۵
Background image

جلسهٔ کمیتهٔ ارتقای کیفیت پوهنتون اناستو برگزار شد

به تاریخ ۱۴۴۶/۹/۱۷ روز دوشنبه، جلسهٔ کمیتهٔ ارتقای کیفیت پوهنتون ملی علوم زراعتی و تکنالوژی افغانستان تحت ریاست معاون علمی پوهندوی ثناءالله ارغستانی در حالی برگزار گردید که رئیس پوهنتون. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

BACK TO NEWS