د اناسټو پوهنتون زدکړیالانو د عملي زدکړو په موخه د کرنیزې ماشنرۍڅخه لیدنه وکړه.

anastu_admin
Tue, Aug 01 2023 8:28 AM
د اناسټو پوهنتون زدکړیالانو د عملي زدکړو په موخه د کرنیزې ماشنرۍڅخه لیدنه وکړه.

 د دوشنبې  په ورځ ۱۳/۱/۱۴۴۵هــ ق نیټه، د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژې ملي پوهنتون دنباتې علومو پوهنځي د کرنیزې میکانیزې څانګې د دوهم ټولګي زدکړیالانود ښاغلي پوهنیار محیب الله همدرد په ملتیا، چې موخه یې  نظري او عملي زدکړه وه، د یاد پوهنتون د کرنیزې ماشنرۍ څخه لیدنه وکړه.
یاده زدکړه د نباتي علومو پوهنځي، د کرنیزې میکانیزې  څانګې استاد پوهنیار محیب الله همدرد له لوري د علمي ظرفیت لوړونې په موخه د کرنیزې ماشنرۍ په اړه محصلانو ته په عملي ډول ورکړل سوه او ترڅنګ یې د نموړې ماشنرۍ مختلفو ډولونو ورته وښودل سوه.
د عملي زده کړي په پای کې دکرنیزې میکانیزې څانګې محصلینو د پوهنیار محیب الله همدرد څخه مننه وکړه، چي د نظري زده کړو ترڅنګ د عملي زده کړو زمینه راته برابره کړه او غوښتنه یې وکړه، چي دا ډول عملي کارونو لړۍ دي لا پراخه  سي، تر څو محصلین نور هم تشویق سي.
د نشراتو امریت
۱۳/۱/۱۴۴۵
۹/۵/۱۴۰۲

Latest news

Latest news

Wed, Jul 26 2023 9:50 AM
Background image

د اناسټو پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت له لوري د HEMIS سیستم د زده کړې په اړه ورکشاپ دائر شو.

د دوشنبې په ورځ ۶/۱/۱۴۴۵ هـ ق نیټه د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژې ملي پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت له لوري د HEMIS معلوماتي سیستم د زده ‌کړې په اړه یو ورځنی پروګرام  دایر سو،. . .

BACK TO NEWS