د امر بالمعروف او نهي عن المنکر قانون د تنفيذ کمېټې شپږمه ناسته وسوه

admin@anastu
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۱ - ۱۰:۴۵
Image

د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (ANASTU) دعوت او ارشاد آمريت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون د تنفيذ کمېټې د عمومي بورډ شپږمه ناسته ترسره کړه چي پر مهال ئې د يادي کمېتې ټول غړي حاضر ول.

یاده ناسته چي د قرآن کریم د څو مبارکو آياتو په تلاوتولو پیل سوه، وروسته د اناسټو پوهنتون رئیس، محترم سید مولوي محمد داؤد آغا الهاشمي صاحب، د اسلامي اُصولو او د امر بالمعروف او نهي عن‌المنکر په برخه کښي، د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالى د فرمانو د ښه تطبیق، د کاري بهیر د لا چټکتیا او نور شفافیت غوښتنه وکړه.

دغه راز په ناسته کي د اجنډا مطابق د امر بالمعروف او نهی عن المنکر د قانون د پلي کېدو، د پوهنتون په چوکاټ کي د مثبتو اصلاحاتو د رامنځته کولو او د محصلانو د اخلاقي روزني د پیاوړتیا په اړه بحثونه او نظریات تبادله سول.

په وروستیو کښي پر ځینو متفرقه مسایلو هم خبري وسوې؛ په اړه ئې لازمي پرېکړي وسوې او ناسته د دؤعا په کولو سره پای ته ورسېده.

1404/8/21

د اطلاعاتو، نشراتو او عامه اړيکو آمریت

تازه ترین اخبار

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۹:۵۵
Background image

جلسهٔ کمیتهٔ ارتقای کیفیت پوهنتون اناستو برگزار شد

به تاریخ ۱۴۴۶/۹/۱۷ روز دوشنبه، جلسهٔ کمیتهٔ ارتقای کیفیت پوهنتون ملی علوم زراعتی و تکنالوژی افغانستان تحت ریاست معاون علمی پوهندوی ثناءالله ارغستانی در حالی برگزار گردید که رئیس پوهنتون. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

BACK TO NEWS