دغذائي امنیت اومصئونیت داخلي کانفرانس
خبرتیا
دعقرب (لړم) د۱۰ تر ۱۲ نېتې صبا سھار شنبه دافغانستان دکرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون په هڅواو دلوړو زده کړو محترم وزارت مقام په ملاتړدهیواد په کچه یو ۳ ورځنی کانفرانس په همدې پوهنتون کی جوړیږی چه دغذائی امنیت اومصئونیت پر موضوع به دهیواد دګوټ ګوټ څخه څېړونکي، استادان، علماء کرام او د اسلامي امارت لوړ پوړي چارواکي ګډون ولري. یاد کانفرانس به درې ورځي دوام وکړي چي پکي به ۹۳ مختلفي څېړنیزي مقالې ارائیه او مشخص وړاندیزونه به یې د سکتوري وزارتونو سره د تطبیق په موخه شریک کړل سي.
د یادولو وړ ده چې په کنفرانس کې د مقالو د ارائیو تر څنګ د پوسټر ارائیه او مزین کرنیز نندارتون هم شتون لري، چي بېلابېل کرنیز او غذایي توکي به پکي نندارې ته وړاندي کړل سي.
په درنښت.د اطلاعاتو نشراتو او عامه اړيکو آمریت(اناسټو)
