په اناستو پوهنتون کي د ورزشي کمېټې ناسته وسوه !

admin@anastu
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۰:۵۵
Image

د افغانستان د کرهڼيزو علومو او ټکنالوژۍ په ملي پوهنتون کي دورزشي کمېټې ناسته وسوه، چي پر مهال ئې د یادي کمېټې ټول غړي حاضر ول.

د کمېټې ناسته، چي دقرآن کریم په څو مبارکو آیاتو په تلاوتولو پېل سوه، ورسته د اناستو پوهنتون دورزشي کمېټې مسئول محترم محمد فهيم سروري ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست ووايي او زیاته ئې کړه، چي GYM (بدني ښکلا کلب) د اخيستلو چاري ان شاء الله تکمیل دي، چي په لنډ وخت کي به پوهنتون ته را انتقال او ګټه اخیستنه ځني شروع سي او ورزشي کمېټه دخپل ورزشي تقويم له مخي د پوهنتون په سطحه په کال کي دوه ځله پسرلي او خزاني ټورنمنټونه په لاره باندي اچوي، چي یاد ورزشي فعالیتونه د وزارت دلايحې له مخي د سيميستر په جریان کي په معياري ډول ترسره سي د غونډي په جریان کي ټولو ورزشي مسئولینو د جوړېدونکو ټورنمنټو د لا مؤثریت په موخه خپل نظريات تبادله کړل.

وروسته غونډه دؤعا په ویلو سره پائ ته ورسېده.

۱۴۰۴/۷/۲۷

نشرات او عامه اړيکو آمریت

تازه ترین اخبار

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۳ - ۹:۵۵
Background image

جلسهٔ کمیتهٔ ارتقای کیفیت پوهنتون اناستو برگزار شد

به تاریخ ۱۴۴۶/۹/۱۷ روز دوشنبه، جلسهٔ کمیتهٔ ارتقای کیفیت پوهنتون ملی علوم زراعتی و تکنالوژی افغانستان تحت ریاست معاون علمی پوهندوی ثناءالله ارغستانی در حالی برگزار گردید که رئیس پوهنتون. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۵/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

BACK TO NEWS