د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون مخينه

بسم الله الرحمن الرحیم

د افغانستان د کرنیزو علومو او تکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناسټو) په ۱۳۹۱ هـ ل کال په کندهار ولایت کي د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کي پرانستل سو. یاد پوهنتون د لوړو زده کړو وزارت په چوکاټ کي د افغانستان د داخلي ستراتیژۍ په رڼا کي د دې لپاره تأسیس سو، چي کرني او مالدارۍ په برخه کي د لیسانس، ماسترۍ او دوکتورا په کچه علمي کادرونه و روزي. تدریس، څېړنه او ترویج د اناسټو پوهنتون د اساسي موخو څخه شمېرل کېږي. د اناسټو پوهنتون استادان د ماسترۍ او دوکتورا محصلین به د کرنیز سکټور په مرسته په همدې پوهنتون کي څېړني کوي تر څو د کرني او مالدارۍ په برخه کي شته ستونزو ته حل لاري و موندل سي.